د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کاليزې په مناسبت د ملي محور ګوند د مبارکۍ پيغام
د افغانستان وياړلي او سرلوړي ملته!
په ډېرې خوشحالۍ او ویاړ، د اسد د۲۸مې په مناسبت—هغه تاریخي ورځ چې زموږ ګران هېواد افغانستان یې د استعمار له منګولو څخه آزاد کړ—تاسو ټولو درنو هېوادوالو ته د زړه له کومې مبارکي وایو.
د اسد ۲۸مه یوازې یوه نیټه نه ده، بلکې د ملت د ويښتيا، د ملي ارادې د تمثيل، او د هغې لارې پیل دی چې د آزادۍ، عدالت او پرمختګ پر لوري تللې ده. په همدې ورځ، د ملت وياړلي زوی، اعلیحضرت امانالله خان، نه یوازې خپلواکي ترلاسه کړه، بلکې د معاصرې خپلواکۍ او دولتدارۍ بنسټونه یې کېښودل؛ داسې یو دولت يې جوړولو چې بنسټ يې د قانون پر واکمنۍ، ملي یووالي، ټولنیز عدالت، د وګړو مساوات، او مدني آزادۍ ولاړ و.
ملي محور باور لري چې خپلواکي یوازې د یرغلګرو شړلو ته نه وايي، بلکې هغه وخت معنا پیدا کوي چې د انسان کرامت وساتل شي، عدالت تأمین شي، ملي یووالی ټينګ شي، او د علم، اقتصاد او فرهنګ د ودې زمینه برابره شي. رښتینې خپلواکي دا ده چې هېڅ بهرنی ځواک د دې جرئت ونه لري چې زموږ پر خاوره تېری وکړي، او هېڅ ډله د ملت اراده یرغمل نه کړي.
نن، زموږ ملت یو ځل بیا د تاریخ په یوه مهم پړاو کې ولاړ دی. ملي محور له ټولو هېوادوالو غوښتنه کوي چې د ملي یووالي او پوهاوي پر مټ، او د جهل، افراطيت، استبداد او انحصار پر ضد د مبارزې له لارې، د خپلواکۍ نيمګړي سفر ته دوام ورکړي، او افغانستان د یو روښانه، آزاد او سرلوړي راتلونکي پر لور رهبري کړي.
هیله ده چې د اسد ۲۸مه نه یوازې د ویاړلي تاریخ یادونه وي، بلکې د راتلونکي نسلونو لپاره د روښانه سبا الهامبښونکې هم وي.
د ټولو شهیدانو پاکو ارواو ته له ژور درناوي سره
او د ملت لوړو ارمانونو ته له کلکې ژمنتيا سره
د ملي محورګوند مشرتابه
د اسد ۲۸مه – د افغانستان د خپلواکۍ ورځ