د افغانستان په ختیځ کې د ویجاړوونکې زلزلې په تړاو د ملي محور ګوند اعلامیه
د ملی محور ګوند د وروستۍ ویجاړوونکې زلزلې له امله چې د کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې رامنځته شوه، او له بده مرغه تر ۸۰۰ زیات هېوادوال یې شهیدان کړي او زرګونه نور یې ټپیان او بېکوره کړي، ژوره خواخوږي څرګندوي او له غمځپلو کورنیو او زیانمنو شویو خلکو سره خپله غم شریکي او خواخوږي څرګندوي.
دا طبیعي غمیزه په داسې حال کې رامنځته شوه چې د افغانستان خلک له ګڼو بحرانونو لکه فقر، بېکارۍ او د لومړنیو خدمتونو له کمښت سره لاس او ګرېوان دي. وروستۍ زلزلې نه یوازې د انسانانو ژوند واخیست، بلکې مهمو بنسټونو او ګڼو استوګنیزو کورونو ته یې هم سخت زیانونه واړول.
ملي محور ګوند د ملي او نړیوالو عاجلو او همغږو اقداماتو غوښتنه کوي:
1. هغو سیمو ته چې زیانمنې شوې دي، د ژغورنې او بیړنۍ مرستو ټیمونو عاجل استول، په ځانګړي ډول لرې پرتو کلیو ته چې لاسرسی ورته ستونزمن دی
2. د حکومت لهخوا د اضطراري بودیجې ځانګړي کول او د پاتې کسانو لپاره د سرپناه، خوړو، درملو او روغتیایي خدمتونو برابرول
3. په هېواد کې دننه د ولسي مرستو راټولولو غوښتنه او زیانمنو شویو هېوادوالو ته د مرستو رسول
4. له نړیوالو بنسټونو لکه ملګرو ملتونو، نړیوال سره صلیب، او بشردوستانه سازمانونو څخه رسمي غوښتنه، چې د عاجلو او دوامدارو مرستو لپاره اقدام وکړي
5 د راتلونکو طبیعي پېښو لپاره د ښه چمتووالي په موخه د ملي بحران د مدیریت صندوق جوړول
ملي محور ټینګار کوي چې د دې بحران مدیریت باید د سیاسي ملاحظاتو تر اغېز لاندې رانشي. دا زموږ ټولو لپاره یو انساني او وجداني ازموینه ده. موږ له ټولو داخلي او نړیوالو بنسټونو غواړو چې د یووالي، همدردۍ او مسئولیتمننې له مخې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ودرېږي.
په پای کې، موږ له رسنیو، مدني فعالانو او اغېزناکو شخصیتونو غوښتنه کوو چې د زیانمنو شویو خلکو غږ نړۍ ته ورسوي او د مرستو په راټولولو کې فعال رول ولوبوي.
په درنښت
د ملي محور ګوند مشرتابه
نېټه: د ۱۴۰۴ کال د وږي ١٠مه/ د ۲۰۲۵ ع کال د سپټمبر لومړۍ