د ملي محور رسمي اعلامیه

October 14th 2025

 د پاکستان د نظامي بریدونو کلکه غندنه او د ملي یووالي او له خاورې څخه د دفاع پر مسئولیت ټینګار  
۱۴۰۴/۷/۲۱

د افغانستان آزاد او سرلوړي ولسه!

پر داسې مهال چې زموږ پر سپېڅلې خاوره بيا د پاکستان له خوا ښکاره نظامي بریدونه شوي، چوپتیا روا نه ده. دا یرغل نه یوازې د ښه ګاونډیتوب پر اصولو او نړیوالو قوانینو ښکاره تېری دی، بلکې یو ځل بیا د افغانستان د خپلواکۍ او ثبات پر ضد د پاکستان پخوانۍ دښمني او کرغېړن نیت څرګندوي.

ملي محور دا بریدونه په کلکه غندي او پر لاندې مهمو ټکو ټینګار کوي:

۱. له افغانستان سره د پاکستان تاریخي او دوامداره دښمني:  
پاکستان له جوړېدو راهیسې او په ځانګړي ډول تېره نيمه پېړۍ په هر پړاو او هر فرصت کې د نظامي، استخباراتي او ترهګريزو وسایلو په مټ د افغانستان پر خاوره پټ او ښکاره بریدونه کړي او تل یې هڅه کړې چې زموږ هېواد بې‌ثباته کړي. دا بريد يوازې د يوه ځانګړي نظام پر وړاندې نه دی، بلکې تل يې د افغانستان د خپلواکۍ، ثبات او آبادۍ پر وړاندې دښمني پاللې ده. 

۲. له خاورې او آزادۍ څخه دفاع د هر افغان ملي مسئولیت دی:  
د افغانستان ولس، صرف نظر له دې چې څوک او څه ډول نظام واکمن دی، تل د پردي یرغل پر وړاندې درېدلې او د خپل عزت او خاورې دفاع یې کړې ده. نن هم، د پاکستان د ښکاره دښمنۍ پر وړاندې، هر افغان دا ملي مسئولیت لري چې د خپل هېواد، خپلواکۍ او ملي حریم دفاع وکړي. زموږ ملي يووالی زموږ د خپلواکۍ ضامن دی او هر څوک چې په دې حساسو شرايطو کې ملي نفاق ته لمن وهي، په لوی لاس د هېواد د ملي ګټو او نواميسو پر وړاندې د دښمن مرسته او ملاتړ کوي.

۳. ط.ال.بانو ته زموږ سپارښتنې:  
اوسمهال چې طالبان د واک پر ګدۍ ناست دي، که غواړي په دې حساسو شرایطو کې خپل ملي مسئوليتونه ترسره کړي، نو یوازې نیمګړی نظامي غبرګون بسنه نه کوي، بلکې لاندې مکلفیتونو ته هم بايد جدي پاملرنه وکړي:  
- د دفاعي ځواکونو هر اړخیزه او مسلکي پیاوړتیا؛
- سولې او د ولس سوکالۍ ته د لومړیتوب ورکول؛ 
- فعاله ډېپلوماسي او له هغو جګړو او بحرانونو څخه ډډه چې د مخنيوي وړ دي؛ 
- د هېواد د علمي، تخنيکي او اقتصادي ظرفيتونو پياوړي کول؛
- د يوه ملي، مسئول او مشروع دولت جوړېدو ته د زمينې برابرول؛
- د نړیوال مشروعیت ترلاسه کول او د سيمې په کچه د غوره سياسي، اقتصادي او امنيتي اړیکو جوړول.
که پورتنيو مسئولیتونو ته د پخوا په څېر ناپامي کېږي، زموږ ملي ګټې به له جدي ګواښ سره مخ کېږي او مسئوليت به يې د ط.ال.بانو پر غاړه وي.

۴. له نړیوالې ټولنې غوښتنه:  
نړیواله ټولنه باید د پاکستان د یرغلګرو، ترهګرو او نسل‌وژونکو سیاستونو پر وړاندې جدي دریځ ونیسي. پر افغانستان د پرله‌پسې بریدونو، د ترهګريزو ډلو ملاتړ، او د پښتنو، بلوڅو او نورو مظلومو قومونو ځپنه او نسل وژنه باید د نړیوالو ادارو له خوا له سختو بندیزونو او تنبیهي اقداماتو سره مخ شي.

۵. د پاکستان پر ولس غږ: 
افغانستان تل هڅه کړې، چې د سيمې له ولسونو سره د ورورۍ او ښه ګاونډيتوب اړيکې وپالي او هېڅکله د جګړې پيلوونکی نه و. خو له بده مرغه د پاکستان پوځي او استخباراتي واکمنانو تل د افغانستان د بې ثباتۍ هڅې کړې او د افغانانو په وينو يې لوبې کړې دي. تاريخ ثابته کړې، چې څوک له اور سره لوبې کوي، هماغه اور به يې لمن نيسي.  د پاکستان پوځي او استخباراتي رياست نه يوازې د سيمې د هېوادونو پر وړاندې دسيسې جوړوي، بلکې خپل هېواد یې هم له ژورو سیاسي، امنیتي او اقتصادي بحرانونو سره مخ کړی دی.
موږ د پاکستان پر ولس غږ کوو، چې خپله لاره له پوځي او استخباراتي ادارې نه بېله کړي او خپل سياسي مشران دې ته اړ کړي، چې له افغانستان سره له دښمنۍ لاس واخلي. تاريخ ثابته کړې، چې افغانان که هر څومره په سخته ورځ کې هم وي، د چا تېری نه مني. 

۶. د ولس ویښتیا، یووالی او ملي مسئولیتونه:  
تر هغه چې یو مقتدر ملي دولت د ولس د ګډې ارادې پر بنسټ جوړ نه شي، د هېواد خپلواکي، سوله او ملي ګټې به تل له ګواښ سره مخ وي. د داسې دولت د جوړېدو لپاره، چې د ملي حریم، خپلواکۍ او ملي ګټو دفاع وکړای شي، افغانان باید سره متحد شي او د ګډې ملي ارادې له لارې د روښانه راتلونکي لاره هواره کړي.

۷. د ملي محور هوډ او ژمنتیا:  
د ملي محور ګوند خپلو خلکو ته ډاډ ورکوي، چې په خپل ټول وس او توان سره د ولس تر څنګ ولاړ دی او له پیاوړي هوډ او سیاسي بصیرت سره د خاورې له بشپړتیا او ملي نوامیسو څخه دفاع کوي. موږ په بشپړ صداقت هڅه کوو، چې د ملي مرکې د پرله پسې ناستو له لارې یو پراخ ولسي انسجام او ملي اجماع رامنځته کړو او په دې توګه د یوه مسئول، مشروع او پیاوړي ملي دولت جوړېدو ته زمینه برابره کړو.

ژوندی دې وي خپلواک، متحد او سرلوړی افغانستان!  
مرګ دې وي پر یرغلګرو، ترهګرو او د آزادۍ پر دښمنانو!