«د مينې او خواخوږۍ غږ؛ ژبني تاوتريخوالي ته نه!»

December 10th 2025


په فرانکفورت کې د ملي مرکې د ناستې    بلنه

د مينې او مهربانۍ د لوی خدای په نامه!

ګرانو او درنو هېوادوالو!
په داسې یوه نړۍ کې چې ژبه او خبرې کولای شي د زړونو ترمنځ د باور، درناوي او ورورولۍ پلونه جوړ کړي، له بده مرغه، کله ناکله د تاوتریخوالي او کرکې په تېره توره بدلېږي او د انسانانو روح او زړونه ژوبلوي او د عقدو ژور ټپونه جوړوي.

موږ، د ملی مرکې غړي، د ژبې د انساني، فرهنګي او ټولنیز ارزښت له ژور درک سره، د «د مينې او خواخوږۍ غږ» په نامه يو ملي کمپاين پيلوو او په يوه زړه او يوه غږ  ژبني تاوتريخوالي ته نه وايو!

موږ تاسو ټولو درنو وطنوالو ته بلنه درکوو چې په دې انساني او ملي خوځښت کې له موږ سره یوځای او یو غږ شئ او  دا غږ راسره بدرګه کړئ:

 - تور، تهمت او ښکنځا ته، نه!
 - ملنډو، سپکاوي او بې‌احترامۍ ته، نه! 
 - ترخې، قهرجنې او کرکجنې ژبې ته، نه! 

او پر ځای یې، راځئ چې:

 - د خبرو، زغم، او درناوي فرهنګ دود کړو  
 - د یو بل منل، اورېدل او خواخوږي تمرین کړو  
 - خپله ژبه د سولې، مينې او پخلاینې وسیله وګرځوو  

موږ باور لرو چې د تلپاتې سولې، ملي یووالي، ملت‌جوړونې او یوې پرمختللې، مهذبې او هوسا ټولنې د رامنځته کېدو لپاره، لومړی باید خپله ژبه له تاوتریخوالي ومينځو. خبرې کولای شي، چې کرکه ورکه کړي او د پخلاینې پيلامه شي.

راځئ چې د «د مينې او خواخوږۍ غږ» له ملي کمپاين سره همغږي شو او د ملي پخلاینې، تفاهم او سوله‌ییز ګډ ژوند په لور اغېزناک ګامونه واخلو. دا کمپاین د ټولنې له هر وګړي، له ماشوم نيولي تر ځوان او مشره؛ له ښار نيولي تر کلي او بانډې پورې، پر ټولو غږ کوي چې راځئ د مينې او خواخوږۍ په ژبه، د خپل ګران افغانستان لپاره یو روڼ او ځلانده سبا ولیکو.

راځئ چې یو بل ته غوږ شو، یو بل ته لاس ورکړو، او د خواخوږۍ له غږ سره همغږي شو!

ملی مرکه

د مينې او خواخوږۍ غږ ملي کمپاین