د ملي محور ګوند مطبوعاتي اعلامیه

January 24th 2026
...

د پوهنې نړیواله ورځ – د جنورۍ ۲۴مه

١٤٠٤/١١/٤
زده کړه: یو بنسټیز انساني او اسلامي حق


د زده کړې نړیواله ورځ، چې هر کال د جنورۍ په ۲۴مه نمانځل کېږي، په ۲۰۱۸ کال کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې له‌خوا اعلان شوه، تر څو زده‌کړه د بشر یو بنسټیز حق او د سولې، برابرۍ او دوامدار پرمختګ اساس وپېژندل شي. دا ورځ د ټولنو د پیاوړتیا او د انساني کرامت په برخه کې د زده کړې ارزښت روښانه کوي.

د اسلام دریځ: علم د عزت معیار دی: اسلام علم د انساني لوړوالي بنسټ ګڼي. قرآن کریم فرمايي:
﴿هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ﴾
(ایا پوهان او ناپوهان یو شان کېدای شي؟)
دا الهي پیغام څرګندوي چې زده‌کړه د ښځو او نارینه‌وو لپاره یو برابر حق او د عزت سرچینه ده.

د افغان نجونو ترڅنګ ولاړ یو: ملي محور د زده کړې په دې نړیواله ورځ د نړۍ له ټولو ښوونکو او زده‌کوونکو سره خپل پیوستون څرګندوي، او په ځانګړي ډول د افغانستان له هغو نجونو سره ولاړ دی چې له زده‌کړې محرومې شوې دي.

د ملي محور ژمنه: ملي محور زده‌کړه د خپل ملي دریځ اساسي برخه ګرځولې ده. د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د نجونو د زده‌کړې ګډ ملي کمپاین پیل شو، چې د ملي مرکې له بهیر سره یوځای، د نجونو د زده‌کړې د حق، برابرو فرصتونو او انساني کرامت لپاره دوام لري.

د زده‌کړې بندیز: یو ملي ګواښ: نجونې له زده‌کړې محرومول د اسلامي او بشري ارزښتونو ښکاره سرغړونه او د افغانستان د راتلونکي لپاره جدي ګواښ دی. هېڅ هېواد پرمختګ نه شي کولی چې خپلې لوڼې له زده‌کړې بې‌برخې کړي. زده‌کړه د سولې،  بیا رغونې او پرمختګ بنسټ دی.

نړیوالې ټولنې ته غږ: ملي محور ګوند له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغان نجونو د زده‌کړې د حق د خوندي کولو لپاره عملي او اغېزمن ګامونه پورته کړي.

زده‌کړه امتیاز نه دی؛ حق دی.
د افغانستان راتلونکی پرې تړلی دی.

د ملي محور ګوند