د لوی اختر په مناسبت د ملي محور د مبارکۍ پیغام

ګرانو هېوادوالو او د افغانستان باعزته بچیانو!
د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت تاسو ټولو ته له سپېڅلې مینې، نیکو هیلو او ژور درناوي څخه ډکې مبارکۍ وړاندې کوو. دوعا کوو، چې لوی خدای جل جلاله مو ټول طاعتونه، عبادتونه او قربانۍ د خپلو رحمتونو په دربار کې ومني او ستاسو ژوند د خیر، برکت او خوښۍ په وړانګو منور کړي.
لوی اختر یوازې یو مذهبي جشن نه دی؛ بلکې د ایثار، فداکارۍ، وفادارۍ او د ټولنې د نجات لپاره د قربانۍ د روحیې یو ستر الهام بښونکی پیغام دی. زموږ د ملت لپاره دا پیغام نن تر هر بل وخت ډېر اړین او معنا لرونکی دی.
افغانستان په داسې حال کې د اختر هرکلی کوي چې لا هم د فقر، لوږې، بېکارۍ، جبري مهاجرتونو، بېعدالتۍ، کورني نفاق او ناهيلۍ له ژورو زخمونو کړېږي. له بلې خوا، د پردیو ګواښونه، فشارونه او لاسوهنې لا هم زموږ د هېواد پر برخلیک ناوړه سیوری اچوي او د پرلهپسې بحرانونو لړۍ لاپسې اوږدوي.
په داسې شرایطو کې، زموږ ملي او تاریخي مسؤولیت تر بل هر وخت ډېر څرګند دی:
موږ باید د یووالي، خواخوږۍ، زغم، ایثار او د وطن د ژغورنې لپاره د ګډې قربانۍ لار خپله کړو.
هېڅ پردۍ پروژه، بهرنی ځواک او یا په کور دننه خواره واره او په نفاق اخته حرکتونه افغانستان له دې کړکېچ څخه نه شي ژغورلی؛
دا د افغان ملت ګډه اراده او ملي هوډ دی چې کولای شي تیاره په رڼا، نفاق په یووالي او بحران په ثبات او پرمختګ بدل کړي.
محور ملي ګوند په ټینګ باور سره وایي چې:
- د افغانستان نجات یوازې د ملي یووالي، یوبل منلو او د ټولو قومونو او خوځښتونو د رښتینې همغږۍ له لارې ممکن دی؛
- هیڅ پردۍمحوره طرحه او اجنډا د افغانانو د ملي ارادې ځای نه شي نیولی؛
- نننی ایثار او قرباني د راتلونکو نسلونو ستره پانګه ده؛
- او افغانستان هغه وخت له کړکېچه وځي چې موږ ټول یو موټی او یو غږ د وطن د ژغورنې لپاره ودریږو.
هیله ده چې دا مبارک اختر:
- زموږ د زړونو ترمنځ د مینې، ورورولۍ او یووالي رشتې لا پیاوړې کړي؛
- د وطن هرې سیمې، هر ګوټ او د هر افغان زړه ته د خوښۍ او هیلو پیغام ورسوي؛
- او زموږ د ګران هېواد لپاره د سولې، ثبات، عدالت، پرمختګ او ځلانده هیلو نوې دروازې پرانیزي.
اختر مو مبارک!
هره ورځ مو له خیر، برکت او نېکمرغۍ ډکه اوسه.
د یو متحد، آزاد، آباد او سرلوړي افغانستان په هیله.
د محور ملي ګوند