په هرات او د افغانستان په نورو ښارونو کې د ښځو د نیولو او ځورولو په اړه د ملي محور ګوند اعلامیه

June 10th 2026
...



د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي ۱۸مه  

له هرات او د افغانستان له یو شمېر نورو ښارونو څخه په ژورې اندېښنې او خواشینۍ سره داسې کره خبرونه ترلاسه شوي، چې وسله­وال طالبان د ښار له منځ څخه ښځې په دې پلمه نیسي او بندیانوي چې ګواکې «شرعي حجاب» نه مراعتوي. دا کړنې چې نه شرعي بنسټ لري، نه قانوني او نه هم اخلاقي توجیه، د خلکو په منځ کې سخته غوسه، وېره او ژوره اندېښنه رامنځته کړې او د هرات ټولنیز فضا یې تب­جنه کړې ده.

د هرات اوسېدونکي په ښکاره ډول د رامنځته شوي وحشت او دهشت په اړه خبرې کوي. په داسې حال کې چې خلک په خپلو سترګو د ښځو نیول او بنديانول ویني، د طالبانو له لوري د دغو پېښو انکار او ردول د هغوی پر دروغو او بې‌صداقتۍ څرګند ثبوت دی؛ هغه څه چې د طالبانو اعتبار او مشروعیت ته دروند زیان رسوي.

سره له دې چې د افغانستان پتمنې ښځې تل شرعي حجاب مراعتوي؛ خو طالبان هڅه کوي چې له دين څخه خپل ځانګړی تعبير او افراطي سليقه پر خلکو وتپي. دا ډول چلند نه یوازې د خلکو کرکه زیاتوي، بلکې خلک د طالبانو له دیني روایت څخه بېزاره کوي او د ټولنې او واکمنانو ترمنځ واټن نور هم زياتوي.

موږ په ټینګار سره خبرداری ورکوو چې د ولس د رټنې او ځپنې دا ډول کړنې به له طالبانو څخه د خلکو خپګان لا زیات کړي او د بې‌ثباتۍ، ناآرامۍ او ټولنیزو غبرګونونو زمینه به برابره کړي. د افغانستان خلک چې له لسیزو جګړو ستړي دي، هڅه کوي چې له زغم څخه کار واخلي او موجوده نیم‌بنده ثبات او آرامي وساتي؛ خو هیڅ صبر بې‌پایه نه وي او د خلکو د احساساتو پر وړاندې بې­پروايي خطرناکې پایلې لرلی شي.

په افغاني ټولنه کې د ښځو درناوی یو ډېر حساس او مهم ارزښت دی. هر ډول بې‌احتیاطي او د ښځو کرامت ته سپکاوی کولای شي، جدي او نه‌جبرانېدونکي عواقب ولري. موږ له طالب چارواکو څخه په جدي توګه غواړو چې:

-  د ښځو له نیولو، ځورولو او تعقیب څخه سمدستي لاس واخلي 
-  د خلکو شخصي حریم، کرامت او مشروع حقونو ته درناوی وکړي  
-  پر خلکو د دین افراطي او شخصي تفسیر تحمیلول بند کړي  
-  د وېرې او وحشت پر ځای د خلکو مشروع غوښتنو ته غوږ کېږدي .

افغانستان هغه وخت ثبات او آرامۍ ته رسېدای شي چې د انسان کرامت، په ځانګړي ډول د ښځو درناوی، خوندي او تضمین شي او واکمني د زور او ډار پر ځای د اعتماد، صداقت او متقابل درناوي پر بنسټ ولاړه وي.

و ما علينا الاالبلاغ المبين