د نورستان د غمیزې په تړاو د ملي محور د خواخوږۍ پیغام

July 21st 2026
...



بسم الله الرحمن الرحیم

په ډېرې خواشینۍ سره مو د نورستان ولایت د وروستیو سختو سېلابونو او طبیعي پېښو له امله د هېوادوالو د شهادت، ټپي کېدو، ورکېدو او پراخو مالي زیانونو خبر ترلاسه کړ.

ملي محور د دې دردونکې غمیزې له امله د شهیدانو درنو کورنیو، د نورستان له شریف او صبرناک ولس، او د افغانستان له ټولو خلکو سره خپله ژوره خواخوږي او خواشیني څرګندوي. 
د لوی خدای (ج) له درباره شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د بشپړې روغتیا او د غمجنو کورنیو لپاره د جمیل صبر غوښتنه کوو.

دغه غمیزه یو ځل بیا موږ ته را یادوي چې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې لپاره، بشپړ چمتووالي، د ژغورنې د ظرفیتونو پیاوړتیا او د زیانمنو سیمو د بنسټیزو اړتیاوو پوره کولو لپاره جدي او همغږو هڅو ته اړتيا ده. 

موږ له ټولو ملي او بشري مرستندویه بنسټونو، سوداګرو، خیریه مؤسسو او هېوادوالو څخه غوښتنه کوو چې د نورستان له زیانمنو کورنیو سره خپلې بېړنۍ بشري مرستې و نه سپموي او په دې سختو شېبو کې د هغوی لاسنیوی وکړي.

الله تعالی دې زموږ ګران هېواد له هر ډول آفتونو او غمیزو وساتي، او زموږ ولس ته دي یووالی، امنیت او سوکالي په برخه کړي.

ملي محور