د جرمني په مونیخ ښار کې د ملي مرکې ناسته ترسره شوه

August 6th 2026
...



مونیخ – ۲۶ جولای ۲۰۲۶
د ناستې مهم پیغامونه: 
۱) د نجونو د زده‌کړې او د ښځو د کار پر حق کلک ټینګار
۲) د تعصب، تبعیض او نفاق پر ضد د ملي خبرو اترو اړتیا  
۳) د سولې، ثبات او ودانۍ لپاره د یوې منظمې، منسجې او اغېزناکې دیاسپورا جوړول  
۴) د مهاجرینو د بحران او د افغانستان پر ملي حاکمیت د تېري په اړه ژوره اندېښنه  

د یکشنبې په ورځ، د جولای په ۲۶مه نېټه، د جرمني په مونیخ ښار کې د ملي مرکې پنځلسمه ناسته ترسره شوه. په دې ناسته کې چې د افغان دیاسپورا په لسګونو ټولنیزو، فرهنګي او سیاسي فعالانو ګډون کړی و، موخه یې د ملي خبرو اترو او کډ فکر پیاوړتیا، او د سولې، ثبات او ملي یووالي لپاره د عملي لارو چارو موندل و.  
ناستې یو ځل بیا وښودله چې افغان دیاسپورا کولای شي د ملي ډیالوګ په تنظیم او پراختیا کې مهم رول ولوبوي.

د پروګرام رسمي پیل
غونډه چې د آغلې زهره محمدي او ښاغلي آدم زاهد زاهدی له لوري پر مخ وړل کېده، د ښاغلي عبدالله مصباح له خوا د قرآن کریم په تلاوت سره او د ملي سرود په غږولو سره پیل شوه. 
ورپسې ښاغلي احمدجاوید مموزي د کوربه کمېټې په استازیتوب ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د هېواد د حساسو شرایطو په اړه یې خبرې وکړې، د ملي خبرو اترو پر اهمیت او د افغانانو پر ګډ مسئولیت یې ټینګار وکړ.

ډاکتر خوشال روهي د ملي مرکې پر مهمو اهدافو او اصولو رڼا واچوله واچوله او د دې ملي نوښت راتلونکي ګامونه یې تشریح کړل.  
وروسته د تخصصي بحثونو لړۍ پیل شوه چې په درې ناستو کې ترسره شوه.

لومړی بحث: د هېواد بنسټیزې ستونزې او ممکنه حل لارې
د دې برخې اسانچاري د استاد فهیم سادات پر غاړه وه.  
ګډونوالو په هېواد کې د سیاسي بحران، د اداري جوړښتونو د سقوط، او د ښځو او نجونو پر ټولنیزو او حقوقي محدودیتونو پورې اړوند بنسټیزې ستونزې وڅېړلې او د ملي خبرو اترو پیاوړتیا، د ملي مشارکت لپاره د میکانیزمونو جوړول، او د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو لپاره مدني فشار د حل لارو په توګه وړاندیز شوې.

دوهم بحث: د ستونزو ژوره څېړنه
دا برخه د ښاغلي رشاد حکیم له لوري پر مخ یووړل شوه.  
ګډونوالو د سولې او ثبات د ګواښونکو عواملو په اړه ژور بحث وکړ.  په دې برخه کې ټینګار وشو چې باید د تعصب، تبعیض او نفاق پر ضد مبارزه وشي او د خبرو اترو فرهنګ باید د تاوتریخوالي او انحصار ځای ونیسي.

درېیم بحث: د هېواد د اوسني وضعیت تحلیل او د افغان دیاسپورا رول
دا برخه د ښاغلي سعید شینواري له لوري چلول کېده.  
ګډونوالو د هېواد اوسنی وضعیت د عاجلو اړتیاوو، بشري بحران، او د زده‌کړې او اقتصاد محدودیتونو له زاویې وڅېړلو.  
په دې برخه کې د افغان دیاسپورا رول او مسئولیتونه برجسته شول او ټینګار وشو چې دیاسپورا باید په یو منسجم، همغږي او اغېزمنه شبکه بدله شي.

پیشنهاد وشو چې د بهرمېشته افغانانو له علمي، تخصصي او مالي ظرفیتونو څخه باید د تعلیمی او تحصیلي پروګرامونو، د ښځو او نجونو د ملاتړ، او د پراختیایي پروژو د پلي کولو لپاره ګټه واخیستل شي.

د نجونو د زده‌کړو او د ښځو د کار پر حق ځانګړی ټینګار
لکه د پخوانیو ناستو په څېر، ګډونوالو په جدي توګه د نجونو د زده‌کړې او د ښځو د کار پر حق ټینګار وکړ.  
وویل شول چې له اوسنیو حاکمانو سره باید جدي او هدفمندې خبرې وشي څو دغه بنسټیز حقوق بېرته تامین شي.  
همدارنګه وړاندیز وشو چې د نجونو د زده‌کړې د ولسي بنسټونو او آنلاین زده‌کړې په برخه کې پانګونه وشي، څو د محدودیتونو په منځ کې د زده‌کړې لاره پرانیستې پاتې شي.

د مهاجرینو بحران او د ملي حاکمیت نقض
ګډونوالو د افغان مهاجرینو بحران په سیمه‌ییزو هېوادونو او لویدیځ کې یوه جدي ستونزه وبلله او د هغوی د لاسنیوي لپاره یې د تدابیرو غوښتنه وکړه.  
د افغانستان د ملي حاکمیت نقض، په ځانګړي ډول د پاکستان وروستي بریدونه او بمبارونه، د سختې اندېښنې وړ وبلل شول.  
ټینګار وشو چې غبرګونونه باید مسئولانه، سنجیده او د ملي ګټو پر بنسټ وي.

د کوربه کمېټې نظریات
ښاغلي محمد ربی آماج د افغانستان د اوسني وضعیت عمومي انځور وړاندې کړ او د کوربه کمېټې نظریات او وړاندیزونه یې شریک کړل.

جمع‌بندي او کلیدي پیغامونه
په پای کې، ډاکتر خوشال روهي د بحثونو لنډیز، کلیدي پیغامونه او د ملي مرکې راتلونکي ګامونه وړاندې کړل.

کلیدي پیغامونه دا وو:  
- د نجونو زده‌کړه او د ښځو کار د افغان ټولنې خورا جدي اندېښنه ده.  
- خبرې اترې، ملي مشارکت او د تبعیض پر ضد مبارزه د اوسني بحران د حل جدي اړتیا ده.  
- افغان دیاسپورا باید په یوه منسجم او اغېزمن ځواک بدل شي.  
- د ملي حاکمیت او د وګړو د حقونو دفاع د ټولو افغانانو ګډ مسئولیت دی.