کور هغه وي، چې په خپله او په ګډه ودان شي

August 25th 2025

خوشال روهي 


په داسې حال کې چې افغانستان یو ځل بیا د يو لړ سیاسي او سیمه‌ییزو تحولاتو او تحرکاتو موضوع ګرځېدلې، اسلام‌اباد ته د یو شمېر افغان سیاستوالو بلنه، موږ اړ باسي چې د هېواد د راتلونکي په اړه ژور فکر وکړو. تر دې وړاندې چې پر پرديو هيلو زړونه وتړو، باید د نیمې پېړۍ تجربو ته په کتوسره، یو شمېر بنسټیز حقایق ومنو؛ دا حقایق که له پامه وغورځي، تاریخ به له تېرو ماتو او دردونو سره بیا تکرار شي.

 په زور کلي نه کېږي

د افغانستان تاریخي تجربې ښيي چې د زور، انحصار او استبداد پاچاهۍ نه چلېږي. هېڅ نظام، که هر څومره زورور وي یا د بهرنیانو ملاتړ ورسره وي، له ولسي مشروعیت پرته د ټينګېدو نه دی. هغه نظامونه چې د خلکو غږ نه اوري او د ملت ارادې ته ارزښت نه ورکوي، خامخا به ړنګېږي.

اور په اوبو مړ کېږي، نه په اور

زما په اند سوله ‌ییز بدلون په افغانستان کې د سياسي ثبات یوازینۍ لاره ده. تر هغه چې موږ د سوله‌ ییز بدلون لپاره هڅه ونه کړو، د نظامونو ړنګول او له صفره بیا پیلول، به یوه تکراري لړۍ وي. دا لړۍ نه یوازې د هېواد مادي او معنوي هستۍ خاورې کوي، بلکې د نسلونو هیلې هم په ناهيلۍ بدلوي.

پيشو د خدای لپاره موږک نه نيسي

نور مو بايد دا زده کړي وي، چې د بهرنيانو مرستې بې غرضه نه وي او حتی هغه بې ضرره مرستې يې هم داسې وي، لکه د نيمې شپې کټ. له نړۍ سره به ښې اړیکې پالو، خو حساب او تکيه به پرې نه کوو.

هوښیار له يوه سوري دوه ځله نه چيچل کېږي

په انګرېزي کې يو متل دی، چې: « که يو ځل تېر وتلې نو شرم دې وي پر تېرایستونکي، خو که دويم ځل تېر وتلې نو شرم دې وي پر تا!».  تجربو ثابته کړې، چې له ګاونډیانو څخه نه یوازې د خیر تمه نه ده پکار، بلکې له شر څخه يې هم بايد ځانونه وساتو. له ګاونډيانو سره دښمني زموږ په ګټه نه ده، خو هر ډول مرستې ته يې باید د شک په سترګه وکتل شي. وايي، چې مال خپل ساته، ګاونډی غل مه نيسه.

خپله جونګړه له پردۍ ماڼۍ نه ښه ده

افغانستان زموږ یوازینی کوردی او هېڅ افغان تر افغانستان بل ښه بدیل نه لري. دا خاوره، له ټولو ستونزو او دردونو سره، زموږ ګډ کور دی. باید یو بل ومنو، اختلافونه د خبرو له لارې حل کړو، او په ګډه د مينې او عزت یوه جونګړه ځانته جوړه کړو.

افغانستان نن تر هر وخت زیات د خپل راتلونکي په اړه جدي بيا کتنې ته اړتیا لري. دا وطن د بهرنیو مرستو او نسخو پر ځای، ملي شعور او ګډو هڅو ته اړتيا لري. دا وطن زموږ دی او له موږ پرته يې هېڅوک نه شي ابادولی.