د پولادي امیر په اړه د انګرېزانو نظر

November 3rd 2025

ډاکتر شریف ظریف

د ډیورند د فرضي کرښې په اړه ډېرې مقالې لیکل شوې دي، پرته له دې چې د پنجاب ځینې چارواکي، حتی صدراعظم، ور ته کرښه ووایي. راځئ، وګورو چې انګریزانو پخپله ۱۳۰ کاله وړاندې خپلو خلکو ته څه ویلي وو — دلته د هغوی د یوې ورځپاڼې The Graphic (۱۸۹۵م) لیکنه درسره شریکوم، هغه ورځپاڼه چې په انګلستان کې د انګریزانو لپاره خپرېده.

نړۍ هغه مهال د زور، مکر او تزویر د لوبو تر سیوري لاندې وه. د روس او انګریز تر منځ دا سیالي، چې دوی ورته “ستره لوبه” ویل، زموږ د خلکو او د سیمې د برخلیک لوبه هم وه.

هیڅوک، هیڅ پدیده د سیاسي، مدني او تاریخي نقد نه مبرا نه ده، خو هر نقد باید د عدالت او حقانیت په تله کې وتلل شي.

که غواړو پوه شو چې انګریزان څومره ځواکمن او ډارونکی ول، نو د هغوی د سیال روسانو کيسه کافي ده: په ۱۸۶۷ کال کې روسانو الاسکا د۷.۲ میلیونه ډالرو په بدل کې امریکاته وپلورله یوازې د دې لپاره چې د انګریز د زور او ډار نه ځان لری کړی. نو فکر وکړئ، افغانستان چې پنځه چنده کوچنی او سل چنده تر روسيې کمزوری و، د څه ډول فشارونو لاندې و!

د The Graphic د ۱۸۹۵ کال د می ۱۸ مه ګڼه

ورځپاڼې د دیورند له کرښې نږدې ۱۸ میاشتی وروسته یوه مقاله خپره کړه او پکې لیکل شوي وو: د “اهنین امیر” څخه بریتانیا تمه لرله چې د دوی ستراتېژیک ملګری شي. خو دوی اعتراف کوي — چی د امیر له زړه نه ډاډه نه ول، ځکه دا هغه سړی و چې د چا په زنځیر نه تړل کېده.

ورځپاڼه د امیر عبدالرحمن خان په اړه لیکي:
هغه یو قوي، هوښیار او رازناک واکمن دی. د هغه فولادي اراده د امپراتورۍ لپاره د زوال زنګ دی، ځکه دا هغه انسان و چې خپل ملت یې یو موټی کړ، بغاوتونه یې مات کړل، او د افغان خاورې یووالی یې خوندي کړ — هغه د افغانستان وېش او دیورند کله هم نه منی.

کله چې د خیبر غونډه وشوه (دقیق تاریخ نه دی ذکر شوی)، انګریز چارواکو هڅه وکړه د ډالیو، تشریفاتو او پوځي نندارو له لارې د امیر زړه وګټي. خو امیر په ډاګه وویل: “زه په خیبر کې په خپله خاوره ولاړ یم. دا د انګریز خاوره نه ده، دا د افغانستان زړه دی.” (خیبر پاس، نومبر ۱۸۹۳)

لیکوال په درد سره وايي: “دا د امپراتورۍ غرور ماتوي.” په ورځپاڼه کې د امیر انځور د ځواک او درناوي سمبول ښودل شوی، خو لیکي چې: “هغه زموږ لپاره یو اړین متحد دی، نه یو برابر متحد. موږ هڅه کوو هغه د خپلو پیسو او وسلو له لارې نرم کړو، خو که امیر کله هم پیاوړی شي — خپله خاوره به له موږ بېرته وغواړي.”

په اصل کې، د ۱۸۹۵ کال The Graphic د بریتانیا لوستونکو ته دا پیغام ورکاوه: “موږ له یوه نه‌ماتیېدونکي افغان امیر او ملت سره معامله کړې ده.”

او امیر عبدالرحمن خان د داسې ملت استازیتوب کاوه چې نه په سرو زرو اخیستل کېږي، نه د توپ او توپک تر سیوري لاندې راځي.

هغه وخت، نړۍ خپلې برخې پلورلې — خو افغانستان، که څه هم و وېشل شو، د امیر فولادي زړورتیا د تاریخ په پاڼه دا خبره ثبت کړه: “د افغانستان خاوره ښايي ووېشل شي، خو د افغانستان اراده هېڅکله نه.”

سرچینې او د لا لوست لپاره:
 • The British Newspaper Archive
 • Gale Primary Sources
 • The Gilgit Game: The Explorers of the Western Himalayas 1865–95 – John Keay (1979)
 • Foreign Department, Secret F, January 1894, Nos. 102–164 (Durand’s Mission Reports)
 • Vartan Gregorian, The Emergence of Modern Afghanistan: Politics of Reform and Modernization, 1880–1946 (1969)