پوسټ لیټریسي (له سواد وروسته)؛ بشري تمدن په کومه خوا ځي؟
احمد ارشاد احرار
لیک او لوست پخوا د اشرافو او خواصو کار و. عوام دومره خپل ژوند پسې اخیستي و چې دومره امکانات یې نه درلودل چې د شوق او ذوق له مخې مطالعه او لیکل وکړي. په اتلسمه پېړۍ کې د چاپ صنعت د بشري تمدن پر مخ نوی فصل پرانیست. د چاپ صنعت کتابونه فریمانه او ارزانه کړل. په کمه موده کې نور عامو خلکو کتابونو ته لاسرسی پیدا کړ. ورځپاڼې چاپ شوې، ورپسې د حمل او نقل امکانات څټک شول او همدا پیغامونه او کتابونه یې ژر ژر تر هرېخوا رسول چې ورسره د بشري تاریخ ټول مسیر په بله واوښت. انسانانو بغاوت پیل کړ او ټول سنتي سیاسي او ټولنیز بنسټونه یې ونړلول.
پخوا به په لرې پرتو سیمو کې خلک اوسېدل، د ښار له ژوند او امکاناتو به خبر نه و، تر ښاره پورېد خلکو تګ به د ژوند تر ټولو ښه خاطره و چې هغه به هم د کمو خلکو نصیب کېدو؛ خلکو شاید د یو بدیل ژوند تصور هم نشو کولی خو د دې انقلاب وروسته هر سهار د کلي بازار ته له ښاره د اورګاډي له برکته ورځپاڼې راتلې او خلکو ته یې نوې نوې خبرې، انځورونه، نوي زیري او نوی پیغام راوړو. خلکو د نوي څه تصور زده کولو. نوي کتابونه او نوی لیکوالان راغلل، نور یو کتاب په آسانه په زرګونو ټوکو چاپېدو او په ارزانه بڼه ویشل کېدو. مطالعه په ذوق بدله شوه، لیکوالانو له دې لارې پیسې هم ګټې. هغه لیکوالان او پوهان چې د تاریخ په اوږدو کې به تل خوار ګرځېدل، اوس یې د خپلو کتابونو او لیکنو په واسطه ښې پیسې ګټلې. تېره پېړۍ کې زرګونه داسې لیکوالان تېر شوي چې ملیونونه روپۍ یې له خپلو کتابونو ګټلې.
په لرغوني یونان کې د سواد پیدا کېدو فلسله وغوړوه او فلسفې د بشري تمدن ستنې ودروې. د چاپ صنعت هم په کتابونو او کتابخانو کې پرته پوهه عامه کړه، نور پوهه تر خواصو منحصره نه وه.
دې بهیر ته ځینې فیلسوفان د پوهې ډیموکراتیزه کېدو اصطلاح کارولې. له دې سره نوي افکار، نوي لیکوالان او د لیکلو نوي طرزونه راغلل، پادشاهۍ ونړېدې، استبدادي رژیمونه نسکور شول، نوې ایډیولوژي ګانې وزیږېدې، فلسفي افکار خواره شول، استدلالي تفکر وغوړېد، نقد او انتقاد عام شو، ساینسي اکتشافات څټک شول، د جګړو بڼه بدله شوه، تجارت او ترانزیت مډرن شو، د انسانو یو بل ته لاسرسی آسانه شو، یوه داسې نوې نړۍ وزیږېده چې نن یې هېڅ څه د سل او دوه سوه کلونو مخکې په شان ندي.
دا هر څه د لیک او لوست له غوړېدو سره وشول. ښونځی او پوهنتون نور د تفنن او ذوق خبره نه وه، ضرورت و، که نه ورځې نوې نړۍ کې ځای نلرې!
نن بشر د پوسټ لیټرسي یا له سواد وروسته ټولنې خوا ته ګام ږدي؛ هغه څه چې د تمدن د خطر زنګونه کړنګوي!
د آزادې مطالعې سقوط
د چاپ ماشین انقلاب و، د اطلاعاتو او پوهې د خوراوي انقلاب و خو نوې ټیکنالوژي، ټولنیزې شبکې او نوي پلټفرمونو سره د انقلاب ضد بریا ته په رسېدو دی.
نن خلک د دې پر ځای چې مطالعه وکړي، وډیوګانې ګوري. خبرې اوري او فلمونه ګوري. هغه کوم عمق چې په لوستلو او لیکلو کې و هغه نن په ویډیوګانې کې نشته. ویډیوګانو کې شکل، څېرې او سټایل ته خلک نمرې ورکوي. د نړۍ پوهان تر ډېره خپل ظاهر ته چندان رسیدګينګوی. نن هغه خلک په ټولنیزو شبکو کې ډېر ځلیږي چې یا داسې خبرې وکړي چې خلکو ته خوند ورکوي او یا داسې ځان سینګار کړي چې د خلکو توجه ځان ته جلب کړي. له همدې وجې په غربې نړۍ کې ورځ تر بلې پر ټولنیزو شبکو نیوکې ډېریږي ځکه دا شبکې یوازې د ډېرو کتلو له وجې خلکو ته پیسې ورکوي او دا نوي ځوانان تشویقوي تر څو د خپل بدن غړي نندارې ته وړاندې کړي او یا غیر اخلاقي محتوا وړاندې کړي تر څو ډېر کتونکي ولري.
څېړنې ښیي چې امریکې کې آزاده مطالعه ۴۰٪ کمه شوې، په بریتانیا کې ډېری عمرخوړلو مطالعې ته شا کړې، ماشومانو کې د مطالعې کچه په بېسارې توګه راټیټه شوې او د چاپ صنعت چې پخوا به هر کتاب زرګونه ټوکه چاپېدو اوس که محدوده اندازه یې خرڅ شي، خپرندوی ورته خوشحالیږي. همدې پړاو ته پوسټ لېټریسي وایي.
څه موده وړاندې اېلم صېب راته ویلي و چې ټیک ټاک راتلونکی دی، اوس یې په سترګو ګورو چې زموږ سیاسي روایتونه هم ټیک ټاک کې جوړیږي، ورځنۍ ژبه او اصطلاحات مو د ټیک ټاک لوچکان ټاکي، د مجلسونو سوژې مو ټیک ټاکران ټاکي او د ټولنې سلیبریټیان مو ټیک ټاکران دي. په داسې وضعیت کې یوازې په لیکلو اکتفا شاید د ځان وژنې په شکل وي. ځکه خو وایم که څه لری، ورو ورو له لیکلو واوړئ، نوې نړۍ د بېسوادانو نړۍ ده او هغوی یوازې په لیدو او اورېدو اکتفا کوي، کتابونه او مقالې مخ په ختمېدو دي.