د استعمار د توپان پر وړاندې د ایمان د رڼا کیسه

January 15th 2026


ډاکتر شریف ظریف

هغه باچا چې د خپلې کورنۍ ګاڼې یې وپلورلې، خپل زامن یې د زمانې د ښامار پر ضد جګړې ته واستول، باید د استعمار له خوا بدنام او تخریب شوی وای. خو برعکس، محمد علي جناح، فاسد او شراب‌خور، چې د هند د استبداد پر وړاندې یې هېڅکله خوله نه وه خلاصه کړې، د استعمار له خوا اتل ونومول شو، ورته د "د ملت بنسټ‌ايښودونکی" او د نوي جعلي هېواد د معمار لقبونه ورکړل شول. ولې؟ ځکه چې ریښتیني اتلان لکه امیر دوست‌محمد خان او وزیر اکبرخان د ظلم پر وړاندې ودرېدل، خو د جناح پهدڅېر جنابانو د استعمار پر وړاندې تعظیم وکړ.

 د وطن په ویاړلې او طوفاني تاریخ کې، ډېر لږ د امیر دوست‌محمد خان یادونه شوې ده؛ هغه باچا چې د افغانستان د آزادۍ لپاره یې د خپلو مېرمنو، لوڼو او ناوو ګاڼې وپلورلې او خپل زامن یې د جګړې ډګر ته واستول. هغه د وطن له خاورې سره د سپېڅلي مینې له مخې، خپل ټول شخصي مال د وسلو په اخیستو او د پوځیانو په سمبالولو ولګاوه. هغه نه یوازې یو باچا، بلکې د ایمان او غیرت نښه وه. زامن یې ماڼیو ته نه، بلکې سنګرونو ته واستول. ویې ویل:

"زما تاج او ستاسو وینه د وطن ده."

او هغوی لاړل، چې په هغوی کې وزیر محمد اکبرخان هم و — هغه اتل چې د هغه د غیرت ولولو د جمرود په غرونو کې انګازې وکړې.

د جمرود جګړه: د ۱۸۳۷ کال د اپرېل په ۳۰مه، د جمرود ځمکه د اتلانو په وینو سره شوه. وزیر اکبرخان د لږو سرتېرو او محدودو وسلو سره پر هغې کلا برید وکړ چې د سیک ځواکونو په لاس کې وه. افغانان د اورني ایمان او پولادي ارادې په مټ ډېر په مېړانه وجنګېدل. په یوه تن‌په‌تن جګړه کې، اکبرخان د سیکانو د افسانوي، مغرور او ظالم سردار، هریسنگ نلوا پر وړاندې ودرېد — هغه چې د یوه لوی دېو په څېر و — او هغه یې وواژه.

د جمرود بریا د سیک امپراتورۍ د زوال پیل شو، حال دا چې انګریزانو په پټه د هغوی ملاتړ کاوه، څو جلال‌آباد ونیسي. خو دا بریا د افغانستان د خپلواکۍ لپاره یوه تاریخي نښه شوه، او د اکبرخان نوم د تل لپاره د افغان اتلانو په زړونو او تاریخ کې ثبت شو.

د استعمار دسیسه او د اتلانو تحریف: کله چې د افغان توره د استعمار پر سینه کېښودل شوه، انګریزانو د جګړې میدان د دروغو او فریب ډګر ته واړاوه. هغوی چې په زور یې افغانستان نه شو ماتولی، هڅه یې وکړه چې د قلم او تهمت له لارې یې تاریخ مسخ کړي. حتی امیر دوست‌محمد خان یې د خپل زوی وزیر اکبرخان په وژنه تورن کړ، څو د خلکو ترمنځ شک او تردید خپور کړي. خو ریښتینی تاریخ پوهېږي: هغه څوک چې د وطن د آزادۍ لپاره خپلې ګاڼې خرڅوي، خپل زوی به هېڅکله د ګاڼو لپاره خرڅ نه کړي.

وزیر اکبرخان، نه یوازې د یوه مبارز پلار زوی و، بلکې د افغانستان د غیرت او مېړانې سمبول هم و. هغه له پولادین هوډ او ژور ایمان سره د وطن د سپکاوي پر وړاندې ودرېد او مکناتن یې وواژه. حتی دښمنانو هم د هغه د مېړانې او ایمان پر وړاندې سر ټیټ کړ.

ګلاب کور، یوه ډېره مشهوره سک مېرمن له پنجاب څخه، سره له دې چې وزیر محمد اکبرخان د هغې د قوم یو نومیالی او زړور سردار وژلی و، د هغه پر شرافت او غیرت ایمان راوړ او هغه یې د خپل مشرتابه الګو وباله. هغه وروسته د انګریز ضد مبارزینو په لیکو کې ودرېده — دا یوه روښانه نښه وه چې د افغانانو د آزادۍ مبارزه له قومونو او سرحدونو هاخوا وه.