د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کالیزې په ویاړ – د نوم ورکو اتلانو په درناوي

August 21st 2025

ډکتر شریف ظریف

د اوسني نسل ځینې ځوانان د خپل وطن له تاریخه ناخبره دي، کله ناکله یې مسخره کوي، او د پنځه زره کلن تاریخ پر یادونه هم خاندي؛ خو حقیقت دا دی چې افغانستان نه د پاکستان او اسراییل په څېر د خیرات له لارې جوړ شوی، او نه د تاجکستان او ایران په څېر د سترو قدرتونو د سیاست له مخې رامنځته شوی.

دا وطن د خپل ملت د همت، غیرت او قربانۍ پر بنسټ ولاړ دی. زموږ خپلواکي نه تحفه وه، نه معامله، بلکې د تاریخ له ریښو او بې‌شمېره قربانیو څخه راټوکېدلې ده.

 د ۱۹۲۰م کال د خپلواکۍ لومړی جشن

تر خپلواکۍ یو کال وروسته، کابل د ملي ویاړ زړه شو. پاچا امان‌الله خان د ختیځ او لویدیځ له استازو سره، د خپلواکۍ لومړۍ کالیزه د یوه بې ساري جشن په ترڅ کې ولمانځله.

د ملي بیرغونو رپېدل، په منظمو لیکو کې د ځوان پوځ نندارې، او د زرګونو ښځو او سړیو شور او شوق، نړۍ ته د یو نوي، آزاد او سرلوړي ملت انځور وړاندې کړ.

پاچا په ډاډه غږ اعلان وکړ: «زموږ خپلواکي د نوم ورکو شهیدانو د وینې میراث دی؛ هیڅکله به معامله نشي.»

د اسد ۲۸مه / د اگست ١٩مه د افغانانو د غیرت، قربانۍ او هویت نښه ده؛ هغه ورځ چې زموږ نیکونو د خپلې وینې په بیه د وطن بیرغ د تل لپاره رپاند وساته.

او نن، دا ورځ یوازې د تېر تاریخ یاد نه دی، بلکې  دا ورځ زموږ د نن او سبا ژمنه ده، چې خپلواکي به ساتو، او افغانستان به د یوه سپېڅلي امانت په توګه راتلونکو نسلونو ته سپارو.