ولې د اسد ۲۸مه د ملت ورځ ده، او د اسد ۲۴مه يوازې د حکومت؟
خوشال روهي
له دامه که دې خلاص کړم، په قفس کې دې بندي کړم
صيــاده! ما خـو څـو رنګـه زنــدان ليـــدلی دی
که هر يو را نه وژنې خيال او فکر مې مه وژنه
په دې کې مې وطـــن ته لــوی تاوان ليـــدلی دی
يرغلګر، که په هره نامه يا جامه راغلي، که يې د تمدن نقاب پر مخ کړی، یا يې د پرولتاري انټرنشنلېزم او دموکراسۍ شعارونه بدرګه کړي، بیا هم په ماهیت کې هماغه يرغلګر دي؛ هغوی چې زموږ خاوره یې نيولې، د بېګناه انسانانو وینه یې توی کړې، او د بشري کرامت سپکاوی یې کړی دی. زموږ تاریخ شاهد دی چې هر یرغل، که هر څومره له زر، زور او دوکې څخه ګټه اخيستې، بالاخره د ملت د ارادې په وړاندې ماته خوړلې ده.
شک نشته چې د يرغلګرو ماتې او له وطنه شړل د ټول ملت د همت، قربانۍ او سرښندنې ثمره ده؛ او دا یو ملي وياړ دی، نه د کومې ځانګړې ډلې میراث. خو له بده مرغه چې ځینو ډلو دغه وياړ انحصار کړی، او د ملت قربانۍ یې د قدرتطلبۍ او استبداد وسیله ګرځولې ده.
که څه هم په تېره يوه پېړۍ کې افغان ملت درې سترې استعماري امپراتورۍ—برتانيه، شوروي او امریکا—په ګونډو کړې، خو ملت تر اوسه يوازې د اسد ۲۸مه د ملي جشن په توګه نمانځي. دا ورځ یوازې د استعمار ماتې نه ده، بلکې د ملي ويښتيا پیل دی. اعلیحضرت امانالله خان نه یوازې خپلواکي اعلان کړه، بلکې د هغې د ساتنې لپاره یې د نوې دولتدارۍ بنسټونه کېښودل: د قانون واکمني، ټولنیز عدالت، ملي یووالی، د وګړو مساوات، د معارف او مطبوعاتو انقلاب، د صنعت او اقتصاد پیاوړتیا، او د مدني او سیاسي آزادیو تضمین. هغه یو ځوان پاچا و، خو له وطن سره یې ژوره مینه لرله، او د ملت د خلاصون لپاره یې کلک هوډ درلود.
خو له بده مرغه، د شوروي تر وتلو وروسته تنظیمي ډلو د افغان ملت بې سارې قربانۍ د قدرت په جګړو کې خاورې اېرې کړې، او د خپلواکۍ خوشحالي یې په ملي وير بدله کړه. همداراز، د امریکا له وتلو سره، که څه هم درنې جګړې ودرېدې، خو نويو واکمنانو له تېر تاریخ څخه بيا عبرت وانخیست، او د جهل، افراطیت، انحصار او استبداد لاره یې غوره کړه؛ هغه لاره چې نه یوازې ملت له حرکت څخه دروي، بلکې د تیارو او تباهۍ کندې ته يې غورځوي.
طالبان هڅه کوي چې د پراخو تبلیغاتو له لارې ملت د خپلې واکمنۍ په خوشحالۍ کې شریک کړي، خو هغه ملت چې له حکومت څخه لوی واټن لري، یوازې د اسد ۲۸مه نمانځي؛ داسې يوه نمانځنه چې د اطاعت او فرمايش له مخې نه، بلکې د ملي وجدان له ويښتيا څخه سرچينه اخلي.
د خپلواکۍ ترلاسه کول لوی ګام دی، خو ساتنه يې تر هغه لوی امتحان دی. رښتینی وياړ دا نه دی چې يرغلګر په خپله خاوره کې مات کړو، بلکې د داسې يوه هېواد جوړول دي، چې هېڅ ځواک يې د نيولو جرئت ونه لري. د دې پر ځای چې هر ځل د خپلو مادي او معنوي هستيو د تباهۍ په بيه يرغلګر له خپل وطنه وباسو، باید داسې بنسټونه جوړ کړو چې هېواد مو پر خپلو پښو ودرېږي او څوک يې د نيولو په اړه حتی فکر هم ونه کړي. او دې هدف ته یوازې د ملي یووالي، ټولنیز عدالت، علم، پوهې او پرمختګ له لارې رسېدلای شو. له بده مرغه د طالبانو سیاستونه د دې آرمانونو خلاف روان دي؛ یوه داسې تګلاره چې نه یوازې ملت له کړاو سره مخ کوي، بلکې خپله واکمني هم د زوال پر لور بیایي.