د اور وزرې

January 19th 2025
...

د هند د اټومي ځواک بنسټګر، ساینسپوه او پخوانی ولسمشر ډاکټر عبدالکلام اثر او د پیاوړي لیکوال او ژباړن ښاغلي لعل الدین "عاطف" ژباړه. 

د بوک کلب د دې اونۍ غونډه مو د ښاغلي لعل الدین "عاطف" له لوري ژباړل شوي اثر (د اور وزرې) کتاب ته ځانګړې کړې ده. 

په دې غونډه کې به تکړه لیکوال او ژباړن ښاغلی لعل الدین  " عاطف " د خپل ژباړل شوي اثر په اړه مهم او په زړه پورې ټکي وړاندې کړي او ورپسې به د ګډونوالو پوښتنو او نظرونو ته وخت ورکړل شي. 

هیله ده دې مهمه غونډه کې برخه واخلئ او نورو دوستانو ته مو هم بلنه ورکړئ! 

درنښت! 

( د ملي محور بوک کلب) 

د پروګرام لېنک:

https://meet.google.com/pwm-dmve-pcg

وخت:

یکشنبه، د جدي٣٠ مه ( د جنوري 19 مه)

افغانستان: د شپې 8:00 بجې

مرکزي اروپا: مازیګر 16:30 بجې

شرقي امریکا: د سهار 10:30 بجې