ملي محور د ملي ګټو او ارزښتونو ډاډمن سنګر

...

انګېزه او اړتيا:

څو لسيزې وې چې افغانستان په پرله پسې غميزه، بحران او د جنګ، جهل، فساد، نفاق او بلواکۍ په خبيثه کړۍ کې ايسار و او له دې وضعيت څخه نه د وتلو کومه ډاډمنه رڼا ښکارېده او نه هم د خلاصون لپاره کوم ډاډمن ملي بنسټ يا قوت موجود و. که څه هم زموږ ملګري زياتره په فرهنګي او مدني فعاليتونو کې بوخت وو، خو د هېواد پرله پسې ناخوالو او د راتلونکي په اړه ناهيليو دې ته متوجه کړو، چې د افغانستان اصلي ستونزه سياسي ده او سیاسي ستونزه سياسي حل او سياسي ځواک ته اړتيا لري او له بده مرغه سياسي ځواک د داسې کړيو په لاسو کې يرغمل و، چې د ملي ګټو پر ځای يې شخصي، تنطيمي او قومي ګټو ته لومړيتوب ورکولو. موږ ليدل چې د افغانستان سیاسي برخليک په ناپاکو لاسونو کې یرغمل دی، نو دې نتيجې ته ورسېدو چې تر څو پاک او سالم خلک د سياست ميدان ته راونه وځي، زموږ برخليک به تل د همدوی په لاسو کې وي او تر څو چې پياوړي ملي بنسټونه رامنځته نه شي، هېواد به مو همداسې په بحرانونو کې ښکېل وي. 

که څه هم په پرمختللو هېوادونو کې سياست د مسلکي سياستوالو او د سياست مينه والو په لاس کې وي، خو څرنګه چې په افغانستان کې زموږ سياسي، اقتصادي، ټولنيز او حتی شخصي ژوند، امنيت، عزت او خپلواکي مستقيماً له سياست سره تړلي، نو سياست يوه انساني، ملي، اسلامي او حتی کورنۍ وجيبه ده. 

زموږ لپاره هم نور دا د ننګ خبره وه، چې په کور د ننه او بهر مو واک او اختيار د شريرو او فاسدو عناصرو په لاس کې وي. په همدې دليل موږ يو شمېر همفکره ملګرو پرېکړه وکړه، چې د سياست ميدان ته به راوځو او د يوه داسې پياوړي ملي - سياسي بنسټ او غورځنګ تشه به ډکوو چې د افغانستان ملي ګټو، خپلواکۍ، سرلوړۍ او سوکالۍ ته ژمن وي.

pic11.jpg 73 KB

تاريخچه: 

موږ خپل سياسي مزل شاوخوا ۱۵ کاله وړاندې د ويښ افغان په نامه د يوه ټولنيز اصلاحي تحريک په توګه پيل کړ او هغه مهال مو ډېر تمرکز د ټولنې پر ويښتيا، روڼتيا او اصلاح و او د جهل، تشدد، فساد او نفاق پر وړاندې مو مبارزه کوله. پدې لړ کې يو شمېر مهم اصلاحي کمپاينونه او علمي او روزنیز پروګرامونه ترسره شول. 

وروسته د ځوانانو دوه نور خوځښتونه ( ويښ ځوانان او د نن ځوانانو مدني ټولنه) هم له موږ سره يو ځای شول او د افغان ملي غورځنګ په نامه مو يو سياسي غورځنګ رامنځته کړ، چې د سولې، ټولنيز عدالت، خپلواکۍ او ولسواکۍ لپاره مو مبارزه کوله او پدې لړ کې مو يو شمېر مهم لاريونونه، کمپاينونه، کنفرانسونه او غونډې ترسره کړې.

په افغانستان کې د يوه ملي سراسري سياسي ګوند اړتيا ته په کتو سره افغان ملي غورځنګ پرېکړه وکړه، چې خپل فعاليتونه د يوه سياسي ګوند په تشکيل کې منظم کړي او په همدې موخه مو د ۱۳۹۵ کال د وږي پر ۱۱مه نېټه خپله لومړۍ کنګره جوړه او د ملي محور په نامه مو د يوه سياسي ګوند جوړول اعلان کړل.

pic6.jpg 64.8 KB

ځانګړتياوې: 

ښايي د ملي محور اهداف د ځينو نورو ګوندونو په اساسنامو کې هم راغلي وي، خو د ملي محور ځينې ځانګړتياوې دا دي: 

  • پر داسې مهال چې په افغانستان کې اکثر سياسي ګوندونه د قدرت يا ثروت په محور جوړېدل، موږ تصميم ونيوه چې خپل غړي به د فکر، اصولو او ارزښتونو په محور راټولوو. 
  • پداسې حال کې چې اکثر ګوندونو پر لنډمهاله، روزمره ګي، عکس العملي او امتيازې مبارزې تمرکز درلود، زموږ هڅه دا وه چې پر اوږدمهاله، بنيادي او ستراتيژيکه مبارزه سرمايه ګذاري وکړو. 
  • کله چې زياتره ګوندونه د يوه کليدي شخصيت د قدرت يا کارېزما په محور چورلېدل، ملي محور هڅه کوله چې د جمعي رهبرۍ تر چتر لاندې يو داسې ګوندي سېستم رامنځته کړي چې موجوديت يې د يوه شخص پر ځای له اصولو، ارزښتونو او پياوړي کدري ظرفيت سره تړلی وي. همدا دليل و چې د ملي محور په مشرتابه کې هېڅ مشهور چارواکی، زورواکی او زرواکی موجود نه و، البته وروسته د محور يو شمېر غړو د خپلې وړتيا له مخې ځينې مهم مسئوليتونه پر غاړه واخيستل. 
  • پداسې حال کې چې په هېواد کې د قومي، سمتي او مذهبي اجنډاګانو او شعارونو بازار تود و، د ملي محور هڅه دا وه چې ولس د ملي روحيې، ملي فکر او ملي ارزښتونو پر بنسټ راټول کړي او له نېکه مرغه موږ پدې بريالي شو، چې د ملي محور غړي په ملي مفکوره سمبال کړو او د نفاق او توپير هر ډول طرز فکر له منځه يوسو. 
  • هغه وخت چې اکثر ګوندونو هڅه کوله چې په واک کې شريک شي او د اهدافو عملي کېدل يې يوازې له واک سره تړلي و، ملي محور پدې پوهېده چې اصلي واک پردی دی او په واک کې يې د شريکېدو پر ځای هڅه کوله چې د ولس غږ او د څار او فشار ځواک شي او له بحران څخه د وتلو پر بنیادي حل لارو کار وکړي. 

څرنګه چې له بده مرغه په افغانستان کې د ارماني او ارزښتي مبارزې فرهنګ له منځه تللی، موږ پوهېدو چې معنوي مبارزه چندان جذابيت نه لري او خلک د اوږدمهاله ستراتيژيکې مبارزې حوصله نه لري او پر ځای يې له لنډمهاله او نغدو ګټو سره علاقه ډېره ده، خو موږ پدې هم ډاډه و چې که څوک په شعوري ډول او له کلک تعهد سره راځي، بيا به تر پايه پورې راسره درېږي. همدا دليل و، چې کله جمهوريت نسکور شو، اکثريت سياسي ګوندونه غيب شول، خو ملي محور نه يوازې تر اوسه پورې ژوندی دی، بلکې خپلو فعاليتونو ته يې دوام ورکړی او جذب يې تر پخوا لا ډېر شوی دی. 

pic.jpg 60.11 KB

څانګې:

اوس مهال ملي محور د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې څانګې لري او د ولس د هر قشر استازي پکې شته، خو زياتره يې ځوانان او علمي او تخصصي کدرونه دي. د يادونې وړ ده، چې په ملي محور کې د ښځو ونډه هم ډېره پراخه ده او ځانګړې څانګې لري. له هېواد څخه بهر هم ملي محور په ګڼ شمېر هېوادونو کې غړي لري او په برتانيه، جرمني، امريکا او کاناډا کې منظم تشکيلات لري. څرنګه چې په هېواد کې د ننه د اختناق او استبداد فضا حاکمه ده، موږ نه غواړو چې غړي مو له بې مورده ستونزو او ګواښونو سره مخامخ کړو، بلکې هڅه کوو چې د غږ پورته کولو مسئوليت تر ډېره بريده د محور بهر مېشته غړي پر غاړه واخلي.

خوشال بابا فکري بهير: 

د ولس او په ځانګړې توګه د ځوانانو د ويښتيا، روڼتيا او پوهاوي په موخه د ۱۳۹۲ کال د سرطان پر شلمه نېټه خوشال بابا فکري بهير خپل علمي، څېړنيز او روزنيز پروګرامونه په کابل کې پيل کړل او وروسته نورو ولايتونو ته هم وغځېدل او پدې لړ کې يې سلګونه غونډې، سيمينارونه ، کنفرانسونه او ورکشاپونه جوړ کړل، ملي مناسبتونه او نړيوالې ورځې يې ونمانځلې او د ملي محور تر چتر لاندې پريوه مهم ملي، علمي او روزنيز غورځنګ بدل شو.

piccc.jpg 66.19 KB


هيلې او ارزښتونه:

ملي محور بشري، اسلامي او افغاني ارزښتونو ته ژمن دی او د همدغو ارزښتونو په پام کې نيولو سره د ملي ارادې د تمثيل لپاره ولسواکي تر ټولو غوره لار ګني. 

زموږ هيله دا ده چې افغانان د دې واک ولري، چې خپل سياسي برخليک پخپله وټاکي، په سوله کې باعزته ژوند وکړي، چا ته يې لاس اوږد نه وي، له خپل هېواد څخه په تېښته نه وي او هر فرد يې د جنس، قوم، ژبې، قشر، سمت او مذهب له توپير پرته په افغانستان کې د بشپړ مالکيت احساس وکړي، له ټولو بنيادي انساني حقونو څخه برخمن وي او پخپلو کې د زغم، ورورۍ او ملي يووالي په روحيه ژوند وکړي.

pic20.jpg 63.27 KB

سیاسي تګلاره: 

موږ دا تمه نه لرو چې د طالبانو په وجود کې به زموږ هيلې ترسره شي، ځکه چې طالبانو شل کاله د جګړې په سنګرونو کې تېر کړي، له اسلام څخه نسبتاً افراطي او متشدد تعبير لري، ولسواکي او مدني آزادۍ د کفارو خبرې بولې او عصري علوم هم د ګمراهۍ عوامل ګڼي. څرنګه چې د طالبانو پر وړاندې تر اوسه کوم پياوړی ملي بديل نشته، زموږ هڅه به دا وي چې طالبان د مدني مقاومت او سوله ييزې مبارزې له لارې داسې اصلاحاتو ته وهڅوو، چې افغانستان له اوسني بشري بحران څخه راووځي او افغانان لږ تر لږه پخپل هېواد کې د تنفس فضا پيدا کړي، خو د ايډيال افغانستان لپاره او د دې لپاره چې زموږ هيلې او ارمانونه پوره شي، موږ بايد خپل ملي مسئوليتونه ترسره کړو. زموږ په اند د دې اړتيا ده، چې په لاندې څلورو موازي استقامتونو کې جدي کار وکړو: 

لومړی، په اوږده مهال کې افغانستان يو څو پياوړو ملي ګوندونو ته اړتيا لري او په دې استقامت کې بايد منظم، دوامداره او سېستماتيک کار وشي. هغه افغانان چې د جنګ په ځای پر سياسي مبارزې باور لري، بايد د فکري اشتراکاتو پر بنسټ پر يو څو سياسي محورونو راټول شي. 

دويم، د لنډ مهال او عاجلې حل لارې په توګه د يوه ملي بديل د جوړولو په موخه ملي، دموکرات او سوله خوښي حرکتونه بايد د واضحو اهدافو، اصولو او ميکانيزم پر بنسټ همغږي او يو لوی اتحاد رامنځته کړي. 

pic24.jpg 56.46 KB
درېيم، په افغانستان کې د ملي تفاهم ، يووالي، سياسي ثبات او تلپاتې سولې په موخه د ملي ډيالوګ او پخلاينې د بهير اړتيا ده. تاسې پوهېږئ، افغان ولس چې بېلابېلو پوځي، استخباراتي، ايډيالوژيکو او فرهنګي يرغلونو، کورنۍ جګړو او سياسي بحرانونو سخت ځپلی او په بېلابېلو نومونو او پلمو يې سره وېشلی، د ملي ډيالوګ يوه اوږده، هر اړخيز او ټولګډوني بهير ته اړتيا لري. زموږ په نظر دا بهير بايد لومړی د ملي قوتونو تر منځ پيل او بیا د ولس ټولو پرګنو او اقشارو ته وغځول شي او بالآخره متخاصمې ډلې هم خبرو ته سره کښېنوي. 

څلورم استقامت چې زموږ په نظر ډېر مهم دی، خو له بده مرغه له پامه غورځېدلی، د وطنپالنې، ملي تعهد، مسئوليت مننې، ژمنتيا، صداقت، زغم او درناوي فرهنګ احيأ او پیاوړتيا ده. متأسفانه تېرې پنځه لسيزې د بې مسئوليتۍ، بې تفاوتۍ، تيارخورۍ، تشو خبرو او نيوکو، تور لګولو، شخصيت وژنې، بې باورۍ او بې ژمنتوب يو منحط فرهنګ رامنځته شوی، چې د پياوړو ملي حرکتونو او ملي مبارزو مخه يې نيولې ده. موږ اړ يو چې د پورتنيو دريو استقامتونو تر څنګ د يوې منظمې ستراتيژۍ له مخې د دغه منحط فرهنګ د سمون او بدلون لپاره په موازي ډول مبارزه وکړو او که دا کار ونه کړو، که هر څومره ښې طرحې او پلانونه ولرو، بيا به يې هم عملي کول ډېر ګران وي.

pic26.jpg 53.69 KB

هوډ او ژمنتيا:

ډېر وخت پوښتنه کېږي، چې آيا ملي محور به وکولای شي، د يوه لوی ملي سياسي ګوند تشه ډکه کړي؟ 

که څه هم ملي محور د يوه لوی ملي سياسي ګوند کېدلو ډېر ښه ظرفيتونه لري، لکه پياوړي، پاک او ژمن کدرونه، ملي اهداف، ملي اجنډا او ترکيب، د هېواد په بېلابېلو ولايتونو او بهرنيو هېوادونو کې څانګې او غړي؛ خو پر وړاندې يې ډېر لوی خنډونه او درنې ننګونې هم پرتې دي: 

  • موږ پوهېږو چې يو شمېر خلک له ګوند او سياست څخه ډده کوي او د هېواد د ټولو بدمرغيو عوامل همدا ګوندونه ګڼي. زموږ په اند دا پخپله يوه دسيسه ده، چې پاک او ژمن خلک له سياست څخه زړه توري وساتي او سياسي واک د ځانګړيو کړيو په انحصار کې پاتې شي. تېره نيمه پېړۍ په افغانستان کې ډول ډول نظامونه وازمايل شول او ټول ناکام شول، حال دا چې موږ په سيمه او نړۍ کې د همدې نظامونو ډېرې بريالۍ بېلګې لرو. دا پدې معنا ده چې مشکل ټول په نظامونو کې نه و، بلکې ځينې نور بنيادي عوامل د دې ناکاميو تر شا پراته وو، چې ژورې څېړنې ته اړتيا لري. همداراز ستونزه په ګوندونو کې نده، بلکې موږ ګورو چې د اکثريت پرمختلليو، ولسواکو او باثباته نظامونو بنسټ د سياسي ګوندونو پر ستنو ولاړ دی. 
  • يو شمېر روڼ اندي او مطرح شخصيتونه دې ته متنظر دي، چې يو ځل د واک، ځواک، فکر او ترکيب له مخې يو ايډيال ګوند رامنځته شي بيا به يې دوی ملتيا کوي، حال دا چې ايډيال ګوند نه له آسمان څخه راځي او نه يې پردي راته جوړولی شي، بلکې زموږ ملي مسئوليت همدا دی چې د يو ايډيال ګوند په جوړولو کې خپل رسالت ادا کړو. 
  • له بده مرغه، لکه مخکې چې هم اشاره ورته وشوه، په افغانستان کې د ملي او معنوي ارزښتونو له انحطاط سره د ارزښتي او معنوي مبارزې پر ځای د بې مسئوليتۍ او تيارخورۍ فرهنګ حاکم شوی او تل تمه کېږي چې نور به راځي او د دوی مسئوليتونه به پرغاړه اخلي. 
  • له بلې خوا دې فرضيې، چې يوازې هغه څه ممکن دي چې زبر ځواکونه يې غواړي او هر څه د زبر ځواکونو له لوري سنجول شوي او پلان شوي او موږ هېڅ نه شو کولی، يو ډول يې د خلکو سياسي اراده فلج کړې او د پياوړو سياسي ګوندونو د جوړېدو مخه يې نيولې ده. 
  • د دې تر څنګ د پرله پسې جګړو او راز راز يرغلونو له کبله د ولس تر منځ د نفاق ډول ډول تخمونه شيندل شوي او د شک او بې باورۍ فرهنګ يې دود کړی او پر يوه ملي محور راټولېدل يې ډېر سخت کړي دي. 

د پورتنيو لويو ستونزو او ننګونو له درک سره ملي محور پوهېږي، چې ډېر لوی ملي مسئوليت يې پر غاړه دی او کلک هوډ لري چې له يوې خوا به د لوړو ملي اهدافو لپاره منظمه مبارزه کوي او ولس به منسجم کوي او له بلې خوا به په موازي توګه د ملي او معنوي ارزښتونو، ملي يووالي او تفاهم د احيأ لپاره د يوې دقيقې ستراتيژۍ له مخې کار کوي او ژمن دی چې د افغان ولس په ملاتړ به د يوه لوی ملي سياسي ګوند تشه ډکوي.

pic28.jpg 55.2 KB