د ملي محور ګوند اساسنامه

...

سريزه 


دا پنځمه لسيزه ده، چې افغانستان له پرله پسې خونړيو يرغلونو، غميزو او کورنيو او بهرنيو دسيسو سره لاس و ګرېوان دی، چې له کبله يې په ميليونونو افغانان شهيدان شول، معيوب شول، مهاجرت ته اړ شول او د هېواد ډېری مادي او معنوي شتمنۍ خاورې اېرې شوې. که څه هم پدې ټوله موده کې مېړنيو افغانانو د خپلې عقيدې، خپلواکۍ او ملي نواميسو د ساتنې په لار کې ډېرې درنې قربانۍ ورکړې، خو لا هم موږ د ډاډمنې سولې، ثبات او خپلواکۍ څښتنان نه شو او لا مو هم د سوکاله او هوسا ژوند مخ ونه ليد. 

دا چې سره له دومره بې سارو سرښندنو زموږ ملي ارمانونه لا هم نيمګړي دي او ملي ګټې مو تر اوسه هم خوندي نه دي، مهم لامل يې د يوه پياوړي ملي سياسي قوت او غورځنګ نشتوالی او د يوې ملي ستراتېژۍ او ستراتيژيکې مبارزې تشه ده. 

ملي محور هڅه کوي د افغان ولس د ويښتيا او انسجام له لارې يو داسې ژمن ملي - سياسي ځواک رامنځته کړي، چې د هر اړخيزه ملي ستراتېژۍ پر بنسټ، له کلک عزم او ژور تدبير سره د تل لپاره روانې غميزې ته د پای ټکی کېږدي او د يوه خپلواک، سوله ييز، هوسا او سرلوړي افغانستان په اړه د افغانانو تاريخي هيلې پوره کړي. 

لرليد: 

يو موټی، خپلواک، ولسواک، باثباته، سرلوړی، پرمختللی، سوکاله او متمدن افغانستان.

رسالت: 

د ولس ويښتيا، روښانتيا، پوهاوی، انسجام او د يوه داسې پراخ ملي، سياسي او ټولنيز غورځنګ جوړول چې زموږ ملي ګټې وساتې او زموږ ملي ارمانونه ترسره کړي.

زموږ شعارونه: 

زموږ ارمان: خپلواکي، سوله او سوکالي

زموږ ارزښتونه: اسلاميت، افغانيت او مدنيت

زموږ تګلار: سمون، بدلون، رغون

زموږ کړنلار: عدالت، قانونيت او شفافيت

زموږ د بريا راز: پوهه، زغم او يووالی

موخې: 

  • د هېواد ځمکنۍ بشپړتيا، خپلواکي او ملي واکمني.
  • سوله، ثبات او امنيت.
  • ملي تفاهم، ملي يووالی، او يو موټي ملت.
  • د تعليم او ټولنيز سمون له لارې د يوې متمدنې او مهذبې اسلامي ټولنې جوړول.
  • ټولنيز عدالت، د اتباعو مساوي حقونه او فرصتونه او د محروميتونو رفع کول.
  • د فرهنګي، مذهبي، قومي، ژبني او جنسيتي تنوع درناوی او د هر ډول تعصب او توپير پر وړاندې مبارزه.
  • د بشري ارزښتونو رعايت او د اتباعو د اساسي حقونو تأمين.
  • د ملي ارادې د تمثیل له لارې د يوه منتخب نظام رامنځته کول، ولسواکي، د بيان او ټولنو آزادي.
  • مسووله، شفافه، وړ او عادلانه حکومتولي.
  • اقتصادي ځان بسياينه، سوکالي، پرمختګ او د ټولو هېوادوالو د لومړنیو اړتياوو لکه تعليم، کار او صحت پوره کول.
  • د پاک او شنه چاپېريال وده او ساتنه.
  • په نړيواله کچه ښې او پراخې اړيکې، فعاله ډېپلوماسي او پياوړی دفاعي ځواک.

لومړی فصل

عمومي احکام

۱- ملي محور يو پراخ ولسي، سياسي او ټولنيز غورځنګ دی چې رسمي نوم يې د ملي محور ګوند دی، خو د لنډيز لپاره يوازې ملي محور يا محور هم يادېدلای شي.

۲- ملي محور د ټولو افغانانو په مټ او د افغانانو لپاره له توپير پرته کار او مبارزه کوي، د اللهج رضا، د ولس خدمت، د اسلامي او ملي ارزښتونو پالنه او د ملي يووالي پياوړتيا د ملي محور د مبارزې اساسي کرښې دي. 

۳- د افغانستان خپلواکي، سرلوړي، سوله، سوکالي، پرمختګ او د خاورې تاريخي بشپړتيا د ملي محور لويې موخې دي او ملي محور به د سوله ييزې مبارزې، ويښتيا، سمون او علمي جهاد له لارې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره هلې ځلې کوي.

۴ - د قرآن پاک سپېڅلی آيت « إِنَّ اللَّهَ لا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ » زموږ د لارې مشال دی او د همدې آيت په رڼا کې «سمون، بدلون، رغون» د ملي محور اساسي شعار دی. د دې تر څنګ ملي محور خپل ځانګړی نشان او بيرغ هم لري، چې دا ټول د ملي محور د لوړو موخو او ارزښتونو ښه څرګندونه کولای شي.

۵- ملي محور به د خپلو فعاليتونو په ترڅ کې د هېواد اساسي قانون او نور نافذ قوانين په پام کې نيسي او درناوی به يې کوي. کوم سمون چې ملي محور يې د هېواد په اساسي قانون کې اړين بولي، د هغه لپاره به هم يوازې له قانوني لارو هڅه کوي.

۶ - د ملي محور د سياسي مبارزې بڼه سوله ييزه ده، د نورو مفکورو، تګلارو او ګوندونو پر وړاندې پراخ زغم لري او له هغو سره چې ګډ ارزښتونه او ارمانونه لري، د ګډو هڅو او همغږۍ هڅه کوي. 

۷ - زموږ په اند د انسان ژوند، کرامت او حقونه تر ټولو سياسي ايډيالوژيو لوړ دي او ټينګار کوو چې په هېڅ پلمه او شعار بايد هغو ته زيان ونه رسېږي.

۸ - د ملي محور اساسنامه د ولسواکو اصولو پر بنسټ جوړه شوې او د ملي محور غړي به د خپلو ټولو هڅو او پرېکړو په ترڅ کې دا اصول ساتي. د ملي محور مهم مقامونه ټول انتخابي دي او هر متنخب مقام د واکونو تر څنګ څرګند مسووليتونه هم لري.

۹ - د ملي محور مرکز به په کابل کې وي او د هېواد په نورو ولایتونو، ښارونو، ولسوالیو/ ناحیو، کلیو او بهرنيو هېوادو کې خپلې څانګې او دفترونه پرانیزي. 

۱۰ - ملي محور به خپلو لوړو موخو ته د رسېدو لپاره هڅه او کار کوي، چې د خپلو غړو او هېوادوالو تر منځ د مبارزې، ايثار او سرښندنې روحیه پیاوړې کړي، د هېواد او ولس پر وړاندې له شته او احتمالي ګواښونو سره مبارزه وکړي.



دویم فصل

غړیتوب

۱۱ - په ملي محور کې د غړیتوب شرايط په لاندې ډول دي : 

الف - غړی باید افغان وي.

ب – د قانون له مخې له سیاسي فعالیت څخه محروم نه وي.

ج - عمر یې باید له شپاړسو کلونو څخه کم نه وي.

د - غړی باید د غړیتوب لپاره په لیکلي توګه غوښتنلیک وړاندې کړي او دا اقرار وکړي، چې د ملي محور پر موخو او اهدافو باور لري او د ملي محور اصولو او داخلي لایحو ته به ژمن وي.

هـ - غړی مکلف دی، چې د ملي محور پریکړې او سپارښتنې ومني او دندو ته يې غاړه کېږدي.

و - غړی نشي کولای، چې په عين وخت کې له بل سياسي ګوند سره یو ځای شي.

ز - دغړیتوب له منلو سره جوخت غړی اړ دی، چې د غړيتوب میاشتنۍ ونډه ورکړي او کولای شي، چې د څو مياشتو او یا زیات غړیتوب ونډه وار له مخه ورکړي.

ح - دغړیتوب غوښتنلیک به د هغې مخبېلګې/ فورمې له مخې وړاندې کیږي، چې ملي محور چمتو کړی وي او په خپله سيمه/ کارځای کې به یې د ملي محور مشر/ مرستیال ته وړاندې کوي او د ملي محور يو غړی به یې په لیکنۍ بڼه سپارښتنه کوي.

ط - په سيمه/ کار ځای کې د ملي محور مشرتابه ته د غوښتنلیک تر وړاندې کولو وروسته به غوښتنليک اړونده کمېټی ته لیږدول کیږي. د نوي غړي په اړه شوې پریکړه به په لیکنۍ بڼه ورته ورسیږي او د غړیتوب له منښت سره جوخت به د غړیتوب اړوند ټول شرایط او دندې ترسره کوي. که د کوم نوماند غوښتنلیک ونه منل شي دا یې حق دی، چې د ولایت په کچه د ملي محور مشرتابه ته غوښتنلیک وړاندې کړي او د غړیتوب غوښتنه وکړي، وروستۍ پریکړه د ملي محور د مشرتابه ده. که د چا غوښتنلیک ونه منل شي کولای شي یو کال وروسته بیا نوی غوښتنلیک وړاندې کړي.

ی - که چیرې د ملي محور غړی اجرائيه شورا ته ولاړ، په خپل کلي/ ناحیه/ ښار کې یې غړیتوب پر خپل ځای دی او کولای شي چې هلته ګوندي فعالیت وکړي، خو د اجرائيه شورا د غړیتوب او په خپل کلي/ ناحیه/ ښار کې د ملي محور د څانګې مشرتوب، مرستیالي او نورې دندې نه شي سره یو ځای کولای.

ک - سیمه ییزه څانګه به د ملي محور مرکزي دفتر ته په منظم ډول د نويو غړو په اړه معلومات ورکوي.

۱۲- د ملي محور د غړو دندې او مکلفيتونه: 

  • د ټولو اسلامي او ملي ارزښتونو درناوی. 
  • د ملي محور د اسرارو ساتل.
  • د قومي، مذهبي، ژبني او جنسيتي توپيرونو درناوی او د ملي يووالي د تخريب مخنيوی.
  • د ملي محور د غړو ترمنځ د مساواتو اصل ساتل. 
  • د ملي محور په فعاليتونو کې برخه اخېستل. 
  • د ملي محور د ټولو دستورونو پرځاى کول او د غړيتوب د ونډې ورکول. 
  • د ولس د عقيدوي ارزښتونو رعايت او درناوى. 
  • له هر ډول فساد نه ځان ساتل او له فساد سره مبارزه کول. 
  • په ټولنيزو فعاليتونو کې برخه اخېستل او په هغو کې فعال او مخکښ رول لرل. 
  • پوهه ترلاسه کول او د خپلو مسلکي او پوهنيزو مهارتونو لوړول. 
  • له هر ډول تبعيض، بېعدالتۍ، محروميت، فساد او تشدد سره مبارزه کول. 
  • د هيواد د ځمکنۍ بشپړتيا، خپلواکۍ، قانون او ملي واکمنۍ لپاره مبارزه کول. 
  • د ولسواکۍ، بيان ازادۍ، ټولنيز عدالت او د بشري حقونو لپاره مبارزه کول. 
  • د ټولنيزې پرمختيا او ځان بسياينې لپاره مبارزه کول. 
  • ملي ګټو، عامه ګټو او د ملي محور ګټو ته لومړيتوب ورکول.

۱۳ - د ملي محور د غړو حقونه: 

  • د ملي محور په چارو کې د مساوي مسووليت او مساوي برخې لرل. 
  • د ملي محور له اساسنامې سره سم د رايو ورکولو او کانديد کېدلو مساوي حق. 
  • د نيوکې او وړانديز مساوي حق. 
  • د تور پر وړاندې د دفاع حق. 
  • د ملي محور له مکافاتو او پرمختګ پوړيو برخمن کېدل. 

۱۴ - په لاندې حالاتو کې غړیتوب له منځه ځي: 

  • مړینه. 
  • استعفاء. 
  • په عين وخت کې د بل ګوند د غړيتوب اخېستل.
  • شپږ میاشتې په پرلپسې توګه د غړيتوب ونډې نه ورکول. پدې حالت کې غړیتوب هغه مهال له منځه ځي، چې غړی په لیکنۍ بڼه دوې اوونۍ وړاندې خبرشوی وي. که چېرې د غړيتوب ونډه يې ورکړه، غړیتوب یې پر ځای پاتې کېږي.
  • منفکېدل: د یو غړي د منفکولو پریکړه د اجرائيه شورا واک دی، خو وړاندیز او غوښتنه به د ملي محور د سيمه ييزې څانګې د مشر له خوا په مستنده توګه وړاندې کیږي. تر پرېکړې وړاندې بايد له یاد غړي څخه په لیکنۍ بڼه تحقیقات شوي وي. لاندې دلايل د منفک کېدو سبب کېدای شي: 
  • په خپل سر د ګوند استازولي.
  • د ګوندي اسرارو افشا کول.
  • د ګوند په اړه منفي تبليغ او تخريب.
  • له ګوندي اصولو او پرېکړو سرغړونه.
  • د ګوندي غونډو او فعاليتونو اخلال.
  • په ګوند کې د ننه د پرو او جنبو جوړول.
  • که چېرې د کره شواهدو له مخې پر يوه غړي د فساد، جرم، جنايت او ملي خيانت تور ولګېد، غړيتوب يې ځنډول کېږي او که پرې ثبوت شول، غړيتوب يې د عمر تر پايه له منځه ځي.

۱۵- د غړيتوب د لغو کولو واک له اجرائيه شورا سره دی، چې د څار کمېټې د راپور پر بنسټ پرېکړه کوي. پرېکړه د اجرائيه شورا په دوه ثلثه رايو سره کېږي او د لغو کولو دلايل په ليکلي ډول غړي ته سپارل کېږي. غړی کولای شي، د مرافعې غوښتنه وکړي. 

درېیم فصل

تشکيلات

۱۶ - د ملي محور تشکیلات په لاندې ډول دي :

الف - د ملي محور کنګره

ب - مرکزي شورا

ج - لارښوده شورا

د - اجرائيه شورا

هـ - سلاکاره شورا

و - د ملي محور پارلماني ګروپ

ز - د ملي محور مشر

ح - د ملي محور مرستيالان

ط - د ملي محور وياند

ک - د ملي محور مرکزي کمېټې ( ښځې، ځوانان او محصلین، کسبګراو کارګر، قومي مشران، دين عالمان، د اقتصادي چارو او متشبثينو...)

ل - د ملي محور حوزوي تشکیلات (ولایتي شورا، د ولسوالۍ/ ناحیې شورا، کليوالي شورا، روزنيزه کړۍ) او همداراز د بهرنيو څانګو تشکيلات د ملي محور د سیاسي شورا په وړاندیز د ملي محور د مشر د پریکړې له مخې ټاکل کېږي او نورې مرکزي څانګې هم په همدې ترتيب جوړیدای شي.

د ملي محور کنګره

۱۷- د ملي محور کنګره له دې غړو جوړیږي : 

الف- د ملي محور ټول بنسټګر(مؤسس) غړي

ب - د اجرائيه شورا غړي

ج - د مرکزي شورا غړي 

د - د لارښودې شورا غړي

هـ - د پارلماني ګروپ غړي

و - د ولایتي شوراګانو او بهرنيو څانګو منتخب غړي ( شمیر به یې په هر ولايت کې د غړو د شمېر په تناسب ټاکل کیږي)

۱۸- د ملي محور کنګره په هرو دريو کلونو کې یو ځل د کال په لومړۍ ربع کې جوړېږي او اجرائيه شورا یې کره نېټه ټاکي. د ملي محور د ګوندي چارو مسوول به لږ تر لږه یوه میاشت وړاندې د کنګرې غړو ته له اجنډا سره مل بلنه استوي. 

۱۹- د لاندې موضوعاتو ارزونه د کنګرې د عادي غونډې له صلاحیتونو څخه ګڼل کیږي:

الف - د ملي محور نشان او بيرغ په ګډون د اساسنامې، ستراتيژۍ، پالېسۍ او پروګرامونو تصويب، تعدیل او بیا کتنه.

ب - د ملي محور د اجرائيه شورا، مرکزي شورا او لارښوده شورا د راپورونو او فعالیتونو ارزونه.

ج - د تېرې دورې د مالي چارو ارزونه او منل، د مالي چارو د مسوول د راپور منل او په تیرې دورې کې د مالي چارو د کمېټې بري الذمه کول. په کوم کال چې عادي کنګره نه رابلل کیږي دا صلاحیتونه اجرائيه شورا ته لیږدول کیږي.

د - د راتلونکې دورې لپاره د کاري تګلارې، کړنلارې او پلانونو ارزونه.

هـ - د نوې عادي بودیجې ارزونه او منل.

و - د هغو وړاندیزونو ارزونه، څیړنه او په اړه یې د پریکړو کول، چې د ملي محور غړي یې د کال په ترڅ کې د ګوندي چارو مرستيال ته وړاندې کوي.

ز - د غړیتوب د مياشتنۍ ونډې ټاکل او بیا کتنه (تعدیل). 

ح - د اجرائيه شورا د غړو ټاکنې.

ط - د ملي محور د مشر ټاکنه.

ی - پردې سربېره هغه موضوعات، چې په دې اساسنامه کې راغلي او باید کنګرې ته وړاندې شي یا یې اجرائيه شورا د ملي محور مشرته د وړاندې کولو وړاندیز وکړي. په دې صورت کې باید دا وړاندیز د کنګرې په کاري مهالویش کې وار له مخه ځای پر ځای شوی وي.

۲۰- عادي کنګره به هغه مهال قانوني وي، چې د غړو ساده اکثریت یې حاضر وي، که چیرې یې شمېر پوره نه شو کنګره به ځنډول کیږي او له همدې نېټې وروسته به د دوو اونیو په ترڅ کې بله نېټه ټاکل کیږي. دویمه کنګره به هغه مهال اصولي وي، چې د کنګرې درېیمه برخه غړي، د ملي محور مشر او د اجرائيه شورا اکثريت غړي حاضر وي. 

۲۱- د عادي کنګرې پریکړې د مشر له ټاکلو پرته ساده اکثريت ته اړتيا لري. که چیرې رایې برابرې شوې، د هغه لوري پریکړه به منل کیږي چې د ملي محور مشر په کې وي، خو د مشر او اجرائيه شورا د غړو د ټاکنې پروسه له دې شرط څخه مستثنی ده، ځکه هلته به رایې په پټه (سري ) بڼه کارول کیږي. 

۲۲- د مرکزي شورا د دوه ثلثه غړو په غوښتنه د کنګرې ځانګړې غونډه راغوښتل کېدای شي. د کنګرې لپاره بايد لاسلیک شوی غوښتنلیک د ګوندي چارو مرستیال ته وړاندې شي او اجرائيه شورا د غونډې نېټه وټاکي. لازمه ده، چې په غوښتنلیک کې د کنګرې د رابللو لاملونه او موضوع وار له مخه یاده شوې وي او اجرائيه شورا باید د موضوع اهمیت په پام کې ونیسي. 

د ملي محور مشر او یا د اجرائيه شورا دوه ثلثه غړي ښايي هغه مهال ځانګړې کنګره راوغواړي، چې د هغو پېښو او ستونزو په اړه چې د ملي محور جوړښت له ګواښ سره مخ کولای شي، ډله ييزې پرېکړې ته اړتيا وي. 

۲۳- د ځانګړې کنګرې صلاحیتونه په لاندې توګه دي:

الف - په غوښتنلیک کې د مهمو او عاجلو موضوعاتو په اړه پریکړه.

ب - د ملي محور د مشر او اجرائيه شورا د استعفا په اړه د پریکړې کول.

ج - د ملي محور د مشر، د اجرائيه شورا د غړو او یا ډېری غړو ګوښه کول.

د - د ملي محور د مشر یا د اجرائيه شورا د پریکړو ردول.

هـ - نورې هغه چارې، چې دا اساسنامه یې د ځانګړې کنګرې له صلاحیتونو څخه شمېري.

۲۴- د ځانګړې کنګرې د پریکړو د کره والي لپاره اړینه ده، چې د حاضرو غړو دوه ثلثه یې تایید کړي، په ځانګړې غونډه کې له رایې ورکولو څخه ډډه کول ناسمه کړنه ده او ممتنع رایه دا مانا ورکوي چې څښتن یې له شوې پریکړې سره مخالف دی.

۲۵- په عادي او ځانګړې کنګره کې، که کومه موضوع د یو غړي یا غړو په اړه وي، هغوی نه شي کولای چې د اړونده پریکړې په تړاو رايه ورکړي.

۲۶- په عادي یا ځانګړې کنګره کې د هغو موضوعاتو په اړه بحث نه شي کېدای، چې وار له مخه په اجنډا او مهالوېش کې نه وي ځای پر ځای شوي. همدارنګه هغه موضوع هم د بحث لپاره نه شي وړاندې کېدای، چې کال وړاندې یې په اړه پریکړه شوې وي، خو که چیرې یې د بحث لپاره نوي لاملونه پيدا شوي وو او د ملي محور مشر یا د اجرائيه شورا دوه ثلثه غړو او یا د کنګرې سلو غړو يې د بحث وړاندیز وکړ، بیا پرې بحث کېدای شي.

۲۷- د ملي محور د مشر او مرستیالانو په غیاب کې به د کنګرې مشري د اجرائيه شورا تر ټولو مشر غړی کوي. 

اجرائيه شورا:

۲۸ - د ملي محور اجرائيه شورا يولس تنه غړي لري، چې د کنګرې له خوا په پټو رایو ټاکل کیږي. په ورته وخت کې درې تنه د اجرائيه شورا د احتیاطي/ ځايناستو غړو په توګه ټاکل کیږي، دوی په غونډو کې د حضور حق لري، خو رایه نه شي ورکولای. که کوم غړی له شورا ووتو هغه احتیاطي/ ځايناستی غړی به یې ځای نیسي چې تر ټولو زياتې رايې يې اخېستې وي او پاتې موده به پوره کوي. د اجرائيه شورا د غړو عمر بايد له ۲۵ کلو کم او له ۷۰ کلو زيات نه وي.

۲۹- اجرائيه شورا تر جوړښت وروسته د خپلو غړو له منځه د سري رایو له لارې لاندې ټاکنې کوي:

الف - د سياسي چارو مرستيال

ب - د ګوندي چارو مرستيال

ج - د علمي او روزنيزو چارو مرستيال

د – وياند

هـ – د څار کمېټه

۳۰- د اجرائيه شورا دندې په لاندې توګه دي: 

الف - د ملي محور د عمومي تګلارې په رڼا کې د سیاسي تګلارې جوړول او پلي کول.

ب - د کنګرې د پریکړو د پلي کېدو څارنه او ارزونه.

ج ـ د مرکزي څانګو او کمېټو مشري او څارنه.

د - د ملي محور د ولايتي او بهرنيو څانګو د چارو څارنه.

هـ - د مالي، اداري او نورو ضروري لايحو او کاري پلانونو جوړول.

و - د کلنۍ بودیجې جوړول، چې بیا د منظورۍ لپاره کنګرې ته وړاندې کیږي.

ز - د ملي محور د کلني راپور لیکل، چې کنګرې ته وړاندې کیږي.

ح - دهغو تړونونو او معاهدو منل، چې د ملي محور په نوم لاسلیک شوي وي.

ط – له نورو ګوندونو او حرکتونو سره د ائتلافونو د جوړولو پرېکړه. 

ی- د میاشتني غړيتوب ونډې ټاکنه، چې کنګره یې بیا ومني.

ک- د مرکزي شورا، لارښودې شورا او کنګرې د کاري غونډو لپاره د اجنډا جوړول.

ل- د مرکزي دفترلپاره د مامورینو ګومارنه، خو ټاکنه به د ملي محور د مشر له پریکړې وروسته کیږي. 

م - د څار د کمېټې ټاکنه.

ن - د غړيتوب د لغوه کولو پرېکړه.

س - مرکزي شورا ته د غړيتوب تصويب.

۳۱ - اجرائیه شورا به لږتر لږه په اوونۍ کې یو ځل غونډه کوي او د غونډې د کره توب لپاره دا بسنه کوي، چې اکثریت غړي حاضر وي او پریکړهبه د ساده اکثریت له مخې کیږي او درایو د برابرېدو په صورت کې به د هغه اړخ رایه کره وي، چې رییس ورسره وي.

۳۲- اجرائیه شورا او په ځانګړې توګه د ملي محور مشر، مرستيالان او وياند د ملي محور ورځنۍ چارې او مرکزي دفتر سمبالوي.

مرکزي شورا:

۳۳- د ملي محور مرکزي شورا سمدستي پنځه پنځوس تنه غړي لري، چې د ځانګړو معيارونو او شرايطو پر بنسټ يې دوه ثلثه غړي په انتخابي ډول له ولايتونو او بهرنيو څانګو څخه او يو ثلث يې په انتصابي ډول د اجرائيه شورا له خوا ټاکل کېږي. د مرکزي شورا د غړو شمېرد اړتيا او وړتيا له مخې د اجرائيه شورا له خوا ټاکل کېږي او دا شمېر کېدای شي، هر کال تغيير وکړي. مرکزي شورا ته کېدای شي هر کال يو شمير نوي غړي وټاکل شي، د غړو په شمېر کې زياتوالی راشي او يا هم د پخوانيو غړو ځای ونيسي. غړي اړ نه دي، چې په حوزوي څانګو کې خپل غړيتوب او مسووليت له لاسه ورکړي، بلکې غوره دا ده چې خپل مسووليت ته دوام ورکړي. که چیرې د ملي محور د پارلماني ګروپ رییس د مرکزي شورا غړی نه و، دی هم د مرکزي شورا غړیتوب تر لاسه کولای شي. 

۳۴- مرکزي شورا به له جوړښت وروسته د خپلو غړو له منځه د سري رایو له لارې خپل مشر، مرستيال او منشي ټاکي. د مشرتابه مهمې دندې د غونډو رابلل، د غونډو مشري، اجرائيه شورا ته په منظم ډول د ګزارش ورکول، له غړو سره د منظمو اړيکو پالل، د ګزارشونو راټولول او د دوی اړيکو او پوښتنو ته ځواب ورکول دي.

۳۵- مرکزي شورا تر اجرائيه شورا وروسته د پرېکړو مهمه مرجع ده او د ملي محور د ټولو حوزوي تشکيلاتو چارې له نږدې څاري او د ملي محور د فعاليتونو په اړه مشورې او سپارښتنې کوي، د پلانونو او ستراتيژيو په جوړولو کې مشورتي مرستې کوي، د خپلې اړونده حوزې او اجرائيه شورا تر منځ د اړيکو په تنظيم کې مرسته کوي. د مرکزي شورا د دندو تفصيلي لايحه وروسته جوړېږي. 

۳۶- مرکزي شورا په هره میاشت کې یو ځل په حضوري يا مجازي ډول غونډه کوي، خو د اړتيا له مخې ځانګړې غونډې هم کولای شي. د مرکزي شورا د غونډې اجنډا به له اجرائيه شورا سره په مشوره ټاکل کېږي. د اجرائيه شورا غړي هم کولای شي، په غونډه کې د ناظر په توګه ګډون وکړي. د غونډې د کره توب لپاره ساده اکثریت شرط دی، که چیرې دغړو شمېر نه پوره کېده، غونډه به بلې نېټې ته ځنډول کیږي او غایب غړي به د ټېلېفون، برېښنالیک ... له لارې خبریږي. په دویمه غونډه کې شمېر مهم نه دی او پریکړې یې کره او اصولي ګڼل کیږي. د رایو پرمهال پریکړې د ساده اکثریت له مخې کیږي. که چیرې موضوع ځانګړې وه بیا به پریکړه او رایه د لایحې له مخې کیږي. که چیرې رایې سري نه وې او برابرې شوې بیا به د هغه لوري/ اړخ خبره او پریکړه منل کیږي، چې رییس په کې وي او که رایه سري وه بيا وړاندیز او پریکړه باطله ده. که چیرې د حاضرو غړو شمېر له يو ثلث څخه کم و، د پریکړې حق نه لري.

۳۷- مرکزي شورا کولای شي، چې د ملي محور د مشر، اجرائيه شورا او يا د مرکزي شورا د څلورمې برخې غړو په غوښتنه ځانګړې غونډه راوبولي. که په غونډه کې د مرکزي شورا يو ثلث غړو برخه درلوده غونډه اصولي ده، پریکړې به د شته غړو د ساده اکثریت له مخې کیږي او که چیرې رایې برابرې شوې د شورا د مشر رایه ټاکونکې ده.

۳۸- که چیرې د مرکزي شورا غړی په لیکنۍ بڼه له کوم عذر پرته د یو کال په ترڅ کې په دریو پرله پسې او شپږو ناپرله پسې غونډو کې ناسوب شو، شورا به یې د ځای د خالي کېدو اعلان کوي او پر ځای به یې له اړونده حوزې څخه بل غړی ټاکل کېږي.

لارښوده شورا:

۳۹ - د لارښودې شورا غړي د نېک شهرت، اعتبار، نفوذ، مؤثريت او ژمنتيا له مخې د اجرائيه شورا له خوا معرفي کېږي او د مرکزي شورا له خوا تأييدېږي. د لارښودې شورا شمېر ټاکلی نه دی، بلکې د وړتيا او اړتيا له مخې د اجرائيه شورا له خوا ټاکل کېږي. د لارښودې شورا د غړو عمر بايد له ۲۵ کلو کم نه وي.

۴۰ - لارښوده شورا هم له جوړښت وروسته د خپلو غړو له منځه د سري رایو له لارې خپل مشر، مرستيال او منشي ټاکي. د مشرتابه دندې او د شورا د غونډو ميکانېزم هم د مرکزي شورا د غونډو په څېر دی، يوازې پدې توپير چې لارښوده شورا په دريو مياشتو کې يو ځل غونډه کوي. 

۴۱ - لارښوده شورا د ملي محور اجرائيه شورا او مرکزي شورا ته مشورې او سپارښتنې کوي، د چارو د سمون په برخه کې مرسته او څارنه کوي او غړي يې کولای شي په ځينو هيئتونو، کميسونو کې د غړو په توګه او يا هم د محور د مشرتابه د استازي په توګه ګډون وکړي، په غونډو او سيمينارونو کې د محور استازېتوب وکړي او همداراز د اړتيا او يا لېوالتيا له مخې کولای شي، د مرکزي څانګو په چارو کې عملي مرسته وکړي. 

پلېنوم يا لويه غونډه:

۴۲ - د اجرائيه شورا، مرکزي شورا او لارښودې شورا ګډې غونډې ته پلېنوم يا لويه غونډه وايي. پلېنوم په کال کې يو ځل رابلل کېږي او پرېکړې يې تر کنګرې وروسته ځانګړی اهميت لري. اجرائيه شورا کولای شي، د اړتيا له مخې ځانګړی پلېنوم هم راوغواړي. د پلېنوم اجنډا له مرکزي شورا او لارښودې شورا سره په مشوره د اجرائيه شورا له خوا ټاکل کېږي. د پلېنوم مشري به د ملي محور د مشر پر غاړه او منشي توب به يې د ګوندې چارو د مرستيال پر غاړه وي. د مرکزي شورا او لارښودې شورا مشران به د پلېنوم مرستيالان وي. د پلېنوم د غونډو ميکانېزم د کنګرې په څېر دی. په پلېنوم کې د مشر او اجرائيه شورا د ټاکنو او د اساسنامې له تعديل پرته نورې مهمې پرېکړې کېدای شي.

د ملي محور مشر

۴۳- د ملي محور کنګره د حاضرو غړو په دوه ثلثو د ملي محور مشر ټاکي. د مشرتابه د څوکۍ لپاره به د کاندیدانو ترمنځ ټاکنې سري وي او هر کاندید باید د اجرائيه شورا تزکیه/ سپارښتلیک ولري. اجرائيه شورا به د ټاکلو شرايطو او معيارونو په پام کې نيولو سره کانديد ته تزکيه/ سپارښتليک ورکوي. که هېڅ کاندید په لومړي پړاو کې دوه ثلثه رایې تر لاسه نه کړې، ټاکنې به د هغو دوو کاندیدانو ترمنځ کیږي چې ډېرې رایې ګټلې وي، خو دا ځل به بریا د حاضرو غړو په ساده اکثریت وي.

۴۴- د ملي محور د مشر د ټاکنې موده درې کاله ده او کولای شي، چې تر دريو ځلو پورې ځان کاندید کړي. د ملي محور د مشرۍ کانديد عمر باید له ۳۵ کلو کم او له ۷۰ کلونو زیات نه وي.

۴۵- د ملي محور مشر د سترې محکمې او ټولو حکومتي او ناحکومتي اړخونو پر وړاندې د ګوند استازی دی.

۴۶- د ملي محور مشر د ټولو چارو لومړنی مسئول کس ګڼل کیږي او لاندې دندې ورترغاړې دي: 

الف - د اجرائیه شورا، مرکزي شورا، لارښودې شورا، کنګرې او پارلماني ګروپ دغونډو ریاست.

ب - له نورو اړخونو سره د تړونونو او معاهدو لاسلیک، چې ملي محور په کې یو اړخ وي او کولای شي چې د اجرائيه شورا غړي ته دنده وسپاري، چې د ده استازیتوب وکړي.

ج - د مرکزي شورا او لارښودې شورا د وړاندیز پر بنسټ د ګوندي پریکړو صادرول. 

د - د ملي محور په اساسنامه کې نورې اړونده دندې، چې د ملي محور د مشر صلاحیتونه بلل شوي وي.

هـ - د ملي محور مشر کولای شي، چې خپل یو مرستیال او یا د اجرائيه شورا بل غړی په ځینو چارو کې د خپل استازي په توګه وټاکي. پردې سربېره دا هم کولای شي، چې په ځینو وختونو کې د ملي محور غړي ته دنده وسپاري، چې د ده په استازیتوب خبرې وکړي.

۴۷- د ملي محور د مشر د ناروغۍ يا ناسوبتیا پر مهال به په سیاسي چارو کې د ملي محور مرستیال د نوموړي دنده ترسره کوي.

۴۸- د مرکزي شورا د دوه ثلثه غړو د وړاندیز پر بنسټ د کنګرې د سري رایو په پایله کې د ملي محور مشر ګوښه کېدای شي، خو د ملي محور کنګرې دوه ثلثه باید دا وړاندیز ومني او کنه له هماغه پیله دا وړاندیز لغوه دی. 

۴۹- د هر لامل له مخې چې د ملي محور مشرتابه څوکۍ خالي شوه، د سیاسي چارو مرستیال د بل مشر تر ټاکل کېدو د سرپرست په توګه د مشر دندې تر سره کوي. له کومې نېټې چې اجرائيه شورا د ملي محور د مشرتابه څوکۍ د خالي کېدو اعلان وکړ، له همدې نېټې وروسته د دوو میاشتو په ترڅ کې به د ملي محور ځانګړې کنګره رابلل کیږي. په ګوندي چارو کې د ملي محور مرستیال به پنځلس ورځې وړاندې په کنګره کې د ګډون لپاره بلنليکونه له اجنډا سره استوي.

۵۰ - د ملي محور د مرستيالانو او وياند د مسووليتونو او صلاحيتونو لايحه د اجرائيه شورا له خوا په جلا ډول جوړېږي او د کنګرې له خوا تصويبېږي. 

د څار کمېټه: 

۵۱- د غړیتوب او نورو داخلي ستونزو د حل لپاره د څار کمېټه رامنځته کېږي. دا کمېټه به د ملي محور د ګوندي چارو د مرستيال په مشرۍ او د شپږو نورو غړو په غړيتوب د اجرائيه شورا له خوا ټاکل کېږي.

۵۲- د څار کمېټه دنده لري، چې د ټولو غړو اړونده چارې او دندې وڅاري، د غړیتوب غوښتنلیکونه او شکايتونه وارزوي او پردې سربېره هغه مخالفتونه او سرغړونې هم څاري، چې د ملي محور د غړو له خوا کیږي او یا یې په اړه شکایت کیږي. کمېټه صلاحیت لري، چې د تحقیق لپاره یو یا ډیرغړي د هيئت په توګه وټاکي. که چېرې د څار کمېټې کوم غړی پخپله په قضيه کې دخيل وي، نه شي کولای د تحقيق د پلاوي په ترکيب کې برخه واخلي. 

سلاکاره شورا:

۵۳- د ملي محور د مشر یا اجرائيه شورا د وړاندیز له مخې مرکزي شورا کولای شي، چې له ملي، روحانی، ټولنیزو، فکري، اکاډیمیکو، فرهنګي شخصيتونو څخه د ملي محور لپاره سلاکاره شورا وټاکي . 

د ملي محور پارلماني ګروپ:

۵۴- د ملي محور پارلماني ګروپ به په مشرانو جرګه او ولسي جرګه کې د ملي محور له غړو څخه جوړیږي. دا ګروپ له خپله منځه د پټو رايو له لارې د خپلو غونډو لپاره رییس، مرسيتال او منشي ټاکي، خو دا ټاکنې باید د ملي محور د مرکزي شورا له خوا منل شوې وي. 

۵۵- د ملي محور مشر او د اجرائيه شورا غړي کولای شي، چې د ملي محور د پارلماني ګروپ په غونډو کې ګډون وکړي، که چیرې د محور مشر په غونډه کې حاضر و د همدې غونډې مشري هم ورتر غاړې ده.

۵۶- پارلماني ګروپ په شورا کې د ملي محور له تګلارې سره سم خپل فعالیت تنظیموي او د خپلو دندو لايحه له اجرائيه شورا سره شريکوي.

۵۷- د پارلماني ګروپ رییس به د ملي محور د تګلارې په رڼا کې خپل غړي څاري او د ملي محور مشر او اجرائيه شورا به د ګروپ د دریځ او پریکړو په اړه خبروي.

۵۸ – د ملي محور د مرکزي څانګو او کمېټو، حوزوي څانکو او روزنيزو کړيو تشکيلات او لايحې د اجرائيه شورا له خوا په جلا سند کې چمتو کېږي او د کنګرې له خوا تصويبېږي. 

څلورم فصل

د ملي محور مالي چارې

۵۹- د ملي محور مالي سرچينې په لاندې توګه دي :

الف – د غړيتوب ونډه/ حق العضویت.

ب - دغړو، ملاتړو، ملي پانګوالو او سوداګرو مرسته او بسپنه، خو دا بسپنه په هیڅ صورت بېرته نه ورکول کیږي.

ج - له ناسوداګریزو لارو چارو څخه ملي محور ته راغلې ګټه. ملي محور حق نه لري، چې په سوداګریزو معاملو کې د ملي محور پانګه او بسپنې وکاروي، البته کولای شي له خپلو اړونده بنسټونو څخه بسپنه ترلاسه کړي.

د - د ملي محور د خپرونو د خرڅلاو له لارې.

۶۰- ملي محور نه شي کولای، چې له ګوندي فعالیت پرته په نورو برخو کې خپله پانګه وکاروي. 

۶۱- په ګوندي چارو کې د ملي محور د مرستیال په وړاندیز به اجرائيه شورا یوه کمېټه ټاکي، چې دنده به یې د ملي محور د مالي چارو څارنه وي. دا کمېټه به له تخنیکي معیارونو سره سم خپلې چارې تنظيموي او کنګرې، لويې غونډې او اجرائيه شورا ته به د ملي محور د مالي چارو او مالي وضعیت په اړه راپور ورکوي. 

۶۲- د ملي محور ټوله پانګه د ملي محور ده، هیڅ غړی پکې ځانګړی حق نه لري.

۶۳- ملي محور به خپله پانګه د افغانستان په یو سوداګریز بانک کې ځای پر ځای کوي، خو د بانک غوراوی د اجرائيه شورا صلاحیت دی. 

۶۴- د مالي کمېټې مسوول کولای شي چې له بانک څخه پیسې راوباسي، خو پر چېک به د ملي محور د رییس يا مرستیال د لاسليک تر څنګ د مالي کمېټې دوه تنه غړي هم لاسليک کوي.

۶۵- د ملي محور مالي کال د وري له لومړۍ نېټې څخه پیل او د کب پر ۲۹ نېټه پای ته رسیږي.

پنځم فصل

وروستي احکام

۶۶ - د ملي محور مرکزي دفتر په کابل کې دی او په نورو ولايتونو او بهرنيو هېوادونو کې سيمه ييز دفترونه جوړولی شي. 

۶۷ - که چېرې د ګوندي فعاليت شرايط ډېر سخت شي، فوق العاده پلېنوم کولای شي له دوه ثلثه رايو سره د ګوند مرکزي دفتر له کابل څخه انتقال کړي او يا يې په مؤقت ډول وتړي او همداراز د مالي پانګې او ګوندي فعاليتونو د څرنګوالي او خونديتوب په اړه ځانګړې پرېکړې وکړي. پدې حالت کې د ګوند ټولو غړو ته په ليکلي ډول خبر ورکول کېږي. 

۶۸- دغه اساسنامه د ۱۴۰۱ ل کال د غبرګولي پر ۱۳ نېټه په پنځو فصلونو او ۶۸ مادو کې په پښتو او دري ژبو تصويب شوه، چې دواړه متنونه عين اعتبار لري او د اړتيا له مخې د هېواد او نړۍ په نورو ژبو هم ژباړل کېږي. 

اړيکي: 

Email: millimehwar@gmail.com

Facebook: MilliMehwar