د هامبورګ ناستي خبرتیا

ملي مرکه – د افغانانو د یووالي او ملي ويښتيا پیاوړی غږ
د برتانيې، جرمني، آمريکا او کاناډا په مهمو ښارونو کې تر بریالیو ناستو وروسته، دا ځل د آلمان هامبورګ ښار د ملي مرکې کوربهتوب کوي. دا ناسته په کوم شخص یا ډلې پورې تړلې نه ده—بلکې د ټولو افغانانو ده. دلته نه زورواکي او قومي ټېکه داران او نه هم د قدرت تکراري څېرې، بلکې د وطن ریښتیني، دردمن او ژمن بچيان راټولیږي، تر څو د ګډې ارادې، ملي انسجام او یووالي هوډ راژوندی کړي.
ملي مرکه يو داسې خوځښت دی، چې د ولس له سپېڅلي احساس، ژور فکر او پياوړې ارادې نه راټوکېدلی، او خپل غږ یې د نړۍ ګوټ ګوټ ته رسولی دی. دلته ملي، علمي، فرهنګي او ټولنیز شخصیتونه، د ځوان نسل تر څنګ، د درناوي، زغم او یو بل منلو په فضا کې سره راټولیږي، تر څو د هېواد ژور بحرانونه وڅېړي، د ستونزو ریښې وپېژني، او د ولس له منځه د حل لارې وړاندې کړي. دا ناسته د ملي یووالي، ټولنیز انسجام او ګډو هڅو تمرین دی.
د ملي مرکې ناستې له هر ډول بهرني ملاتړ، اجنډا یا تړاو پرته، د افغانانو په ابتکار، د افغانانو لپاره، او د دوی په خپلو امکاناتو ترسره کېږي.
تاسو ته هم بلنه درکوو، چې:
په دې ملي حرکت او ولسي بهیر کې ګډون وکړئ، د مرکې په تنظیم، مشرتابه، پیاوړتیا او پراختیا کې ونډه واخلئ. په هر ځای کې چې یاست—په هېواد کې د ننه یا بهر—له موږ سره اړیکه ونیسئ. خپل نظرونه، فکرونه او وړاندیزونه راسره شریک کړئ. د خپلې سیمې فعال استازي شئ، او دا ولسي خوځښت نور هم وغځوئ.
ملي مرکه یوازې خبرې نه دي؛
بلکې دا د ملي ويښتيا، ګډې ارادې او د هغه راتلونکي غږ دی چې افغانان یې پخپله لیکي—په خپلو هوډمنو لاسونو، ژورو فکرونو، هيله منو زړونو، او د یووالي په غږ.
د اړیکو شمېره: +4915906787887
ایمیل: info@afghannationaldialogue.org
وېبسایټ: afghannationaldialogue.org
راځئ چې لاسونه سره ورکړو، او د افغانستان راتلونکی پخپله ولیکو.
دا خاوره زموږ ده—او راتلونکی یې هم باید زموږ په لاسونو جوړ شي.