د افغانستان د راتلونکي په اړه د افغان ډیاسپورا مهم ګام – په هامبورګ کې د ملي مرکې ناسته

هامبورګ، جرمني – د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۴مه نېټه، د جرمني هامبورګ ښار د افغان ډیاسپورا د یوې ډېرې مهمې غونډې کوربه و؛ په دې ناسته کې شاوخوا سل تنو علمي، فرهنګي، سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو، په ځانګړي ډول ښځو او ځوانانو، ګډون درلود. دا ناسته د افغانستان د بحران د حل لپاره د عملي لارو چارو د موندلو په موخه یو مهم ګام وبلل شو.
د ناستې مهم ټکي:
۱. د ډیاسپورا همغږي او د ملي جرګې اړتیا؛
ګډونوالو ټینګار وکړ چې باید د نړۍ په بېلابېلو ښارونو کې د ملي مرکې هستې او څانګې جوړې شي، تر څو دا بنسټ د افغان ملت د نظریاتو، غوښتنو او اندېښنو د انعکاس لپاره په یو ملي آدرس بدل شي. غوښتنه وشوه، چې دا جوړښتونه باید د یوې ملي جرګې د جوړېدو زمینه برابره کړي، چې د ملګرو ملتونو په ملاتړ، په نړیواله کچه د افغانانو د ملي ارادې استازیتوب وکړي.
۲. د ملي ګټو لومړیتوب پر ډلهییزو ګټو او ایډیالوژیو؛
په افغانستان کې د روانو ستونزو او بحرانونو په فضا کې، ګډونوالو د ملي ګټو د ګډ تعریف غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې ملي ګټې باید د شخصي او ډلهییزو ګټو او ایډیالوژیو قرباني نه شي. د قومي سهمیهبنديو ځای باید شایستهسالاري ونیسي او د ملي تفاهم او یووالي لپاره باید دوامداره ذهنیتسازي وشي.
۳. انتقالي عدالت، د شهروندۍ حقونه او انساني کرامت؛ د تلپاتې سولې بنسټونه
د ناستې له مهمو محورونو څخه یو هم د وګړو د اساسي حقونو رعایت او د انساني کرامت ساتنه وه، چې د سولې، پرمختګ او ملي یووالي بنسټونه وبلل شول. ګډونوالو ټینګار وکړ چې د فردي او ټولنیزو حقونو درناوی باید د ملي لومړیتوبونو په سر کې وي، تر څو د خلکو باور بېرته راژوندی شي او د ملي مشارکت زمینه برابره شي.
همداراز، د انتقالي عدالت تحقق د تلپاتې سولې او ثبات لپاره یو اساسي شرط وبلل شو. ګډونوالو باور درلود چې انتقالي عدالت نه یوازې د ملي پخلاینې اړتیا ده، بلکې د ژوبل شوي کرامت د بیارغاونې او د خلکو او ملي بنسټونو ترمنځ د باورونو د احیا لار ده.
۴. د ښځو او ځوانانو فعال رول؛
د ناستې یو بل مهم محور د ښځو او ځوانانو رول ته ځانګړې پاملرنه وه. ګډونوالو د ښځو د حقونو، په ځانګړي ډول د زدهکړې او کار حق، د احیا لپاره د ملي او نړیوال فشار غوښتنه وکړه، او ټینګار یې وکړ چې د مسئولیتمننې فرهنګ باید په ټولنه کې بنسټیز شي.
پایله او راتلونکې ګامونه
د ناستې په پای کې، ګډونوالو په هامبورګ او د نړۍ په نورو ښارونو او هېواد کې دننه د ملي مرکې د دوام غوښتنه او پرېکړه وکړه. د دې موخو د تعقیب لپاره، د لسګونو رضاکارو په ګډون د هامبورګ په کچه یوه کارډله جوړه شوه تر څو د راتلونکو ګامونو لپاره لازمې همغږۍ رامنځته کړي.
د هامبورګ ناستې دا وښوده چې افغان ډیاسپورا نه یوازې د هېواد د راتلونکي په اړه اندېښنه لري، بلکې انسجام، ګډ عقل او انساني ارزښتونو ته د ژمنتیا له لارې کولی شي د افغانستان د برخلیک په ټاکلو کې مهم رول ولوبوي.