د فرانکفورت د ملي مرکې بلنه

December 1st 2025
...

ملي مرکه – د افغان ولس د یووالي او ویښتابه غږ

د جرمني فرانکفورت ښار د ملي مرکې د نوې دورې کوربه‌توب کوي—یوه ولسي، خپلواکه او ټول‌ګډونه غونډه چې د کومې ځانګړې ډلې په انحصار کې نه، بلکې د ټولو افغانانو لپاره ده. 

په دې غونډه کې مشران، ځوانان او د وطن خواخوږي سره راټولېږي، چې خپل ګډ دردونه، هيلې او اندېښنې سره شريکې کړي، د بحرانونو ریښې وڅېړي، او د خلاصون لارې ورته ولټوي.  

ملي مرکه د ملت له ګډې ارادې څخه راپورته شوی خوښت دی، چې د پرديو مرستو پر ځای، یوازې د افغانانو په همت او د افغانانو لپاره هلې ځلې کوي.

 موږ تاسو ته بلنه درکوو:  
د ملي ویښتيا او يووالي له دې سوله‌ییز بهير سره ملتيا وکړئ. د ملي مرکې په تنظیم، مدیریت، پياوړتيا او پراختيا کې ونډه واخلئ. د هېواد يا نړۍ په هر ګوټ کې چې ياستئ، له موږ سره اړیکه ونیسئ، خپل نظرونه او وړاندیزونه راسره شریک کړئ، او په خپله سیمه کې د ملي مرکې یو فعال او الهام‌بښونکی استازی شئ.

ملي مرکه یوازې یوه غونډه نه ده؛  
بلکې د ملي ویښتابه یو انځور او د هغه روښانه راتلونکي  پر لوري یو پیاوړی ګام دی،  چې موږ به یې پخپله جوړوو—په خپلو لاسونو، په ډاډمنو او هیله منو زړونو، او د یووالي په کلک هوډ سره!

 اړیکه: ۰۰۴۹۱۷۶۸۳۱۰۷۸۶۲  
 برېښنالیک: info@afghannationaldialogue.org  
 وېب‌پاڼه: https://afghannationaldialogue.org

 راځئ چې په ګډه، د افغانستان راتلونکی جوړ کړو! 
دا خاوره زموږ ده—او راتلونکی یې هم باید زموږ په لاس جوړ شي.