په فرانکفورت کې د ملي مرکې غونډه د ژبني تاوتریخوالي پر وړاندې د یوه ملي کمپاین له پیل سره جوړه شوه

د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر ٦مه
د غونډې څلور کلیدي پیغامونه:
۱. د ښځو د اساسي حقونو کلک ملاتړ، په ځانګړي ډول د زدهکړې، کار او فعاله ټولنیز ګډون حق؛
۲. د ژبني تاوتريخوالي پر وړاندې د یوه ملي رسنیز کمپاین پیل: «د خواخوږۍ غږ؛ نه ژبني تاوتریخوالي ته!» ؛
۳. د پاکستاني پوځیانو له خوا د افغانستان پر خاوره د یرغلونو او د ملکي وګړو په نښه کولو غندنه؛
۴. په ګاونډیو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره د غیرانساني چلند محکومیت؛ او په نړۍ او ځانګړي ډول امریکا کې له افغانانو څخه کرکې او وېرې ته د لمن وهلو کلکه غندنه.
نن د جرمني په فرانکفورت ښار کې د ملي مرکې ستره غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې ګڼ شمېر افغان پوهانو، ټولنیزو شخصیتونو، مدني فعالانو، ښځو او ځوانانو ګدون کړی وو. ګډونوالو په دې غونډه کې د افغانانو ترمنځ د پراخ، ټولشموله او ملي ډیالوګ پر اړتیا ټینګار وکړ، او دا یې د افغانستان له اوسني کړکېچ څخه د وتلو یوازینۍ لاره وبلله.
د غونډې په پیل کې، استادې ماریا رهین او ډاکټر خوشال روهي د هېواد پر سیاسي او ټولنیز کړکېچ تمرکز وکړ او ملي ډیالوګ یې یوه بیړنۍ اړتیا وبلله. دوی ټینکار وکړ، چې تر څو د افغانانو بېلابېل نظرونه او غږونه وانه ورېدل شي، نه ثبات ته رسېدلی شو او نه هم روښانه راتلونکې ته. دوی تعامل، خبرې اترې او همغږي له اوسنيو بحرانونو څخه د وتلو کلیدي لار وبلله.
د غونډې درې آسانچاري او چلوونکي، استاد سید فهیم سادات، استاد بصیراحمد دانشیار او استاد احمد رشاد حکیم، د غونډې اصلي بحثونه مدیریت کړل. دا بحثونه په عمده ډول پر لاندې موضوعاتو متمرکز وو:
- د ملي یووالي، پرمختګ او سولې پر وړاندې خنډونه؛
- یووالي، ثبات او پرمختګ ته د رسېدو بنسټیزې لارې او لومړیتوبونه؛
- د اصلاحاتو او مثبت بدلون په بهیر کې د بهر مېشته افغانانو ونډه.
ګډونوالو هم د علمي لیدلوري پر بنسټ د بنسټیزو ستونزو د تشخیص او حل لارو په اړه رغنده نظریات شریک کړل او د مدني بنسټونو پر پیاوړتیا او د بهرمېشته افغانانو د همغږۍ پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
د څو مهمو پرېکړهلیکونو تصویب:
په غونډه کې څو مهم پیغامونه او پرېکړه لیکونه تصویب شول او ټولو ګډونوالو یې کلک ملاتړ وکړ:
- د ښځو د اساسي حقونو د ملاتړ اعلامیه؛ په ځانګړي ډول د زدهکړې، کار او ټولنیز مشارکت حق؛
- په مجازي نړۍ، رسنیو او خبرو اترو کې د ژبني تاوتریخوالي پر وړاندې د یوه ملي کمپاین رسمي پیل: «د خواخوږۍ غږ؛ نه ژبنی تاوتریخوالی ته!»؛
- د پاکستان له خوا د افغانستان پر خاوره د وروستیو یرغلونو او د ملکي وګړو د وژنې کلکه غندنه؛
- په پاکستان او ایران کې له افغان کډوالو سره د غیرانساني چلند او ځورونې محکومیت؛ او په نړۍ کې د افغانانو پر ضد کرکې او وېرې ته د لمن وهنې کلکه غندنه، په ځانګړي ډول په امریکا کې.
د دغو پرېکړهلیکونو تصویب د ګډونوالو له عاجلو غوښتنو څخه و، او دا یې د افغانانو له حقونو څخه د دفاع لپاره یو عملي ګام وباله، که هغه دننه په هېواد کې وي او یا بهر.
غونډه د ډاکټر خوشال روهي له خوا د پایلو په لنډیز سره پای ته ورسېده. هغه د مطرح شویو بحثونو او نظریاتو ارزونه وکړه او د دا ډول غونډو پر دوام یې ټینګار وکړ، او ویې ویل چې ملي ډیالوګ د یو موټي، سوکاله او خپلواک افغانستان د جوړېدو لومړنی ګام دی.
د ښاغلي عبدالغني مدقق له خوا د غونډې مسلکي چلول او مدیریت، د بحثونو په تنظیم او مؤثریت کې مهم رول ولوباوه او د غونډې جذابیت یې لا زیات کړ.