په ملبورن کې د ملي مرکې د لومړۍ ناستې مطبوعاتي راپورراپور

ګډونوالو په ملي کچه د خبرو اترو پر اړتيا، ملي يووالي او سياسي اجماع، د بشري حقونو پر رعايت
او د يوه مشروع نظام پر رامنځته کېدو ټينګار وکړ.
ملبورن، استرالیا – د ۲۰۲۶ کال د اپرېل ۲۶مه
د اسټراليا په ملبورن ښار کې د ملي مرکې لومړۍ ناسته د ګڼ شمېر سیاسي، علمي، فرهنګي شخصیتونو او مدني فعالانو په ګډون ترسره شوه. ګډونوالو د هېواد پر بنسټيزو ستونزو ژور بحثونه وکړل، لومړيتوبونه يې په ګوته کړل او د ستونزو د حل لپاره يې عملي او بنیادي حل¬لارې وړاندې کړې.
ناسته د ښاغلي نقیب مومند په کوربه¬توب او هرکلي سره پيل شوه. ډاکتر خسرو يوسفزي د قرآن پاک د څو مبارکو ايتونو له تلاوت سره غونډه منوره کړه او ورپسې د ملي سرود تر غږولو وروسته د غونډې مشر سمبالګر ښاغلي ممتاز امین خپله پرانيستونکې وينا واوروله. ښاغلي امین په خپلو خبرو کې وويل، چې: « نن موږ د افغانستان د راتلونکې لپاره د یوه نوي فصل د پیل شاهدان یو. هغه فصل چې بنسټ یې پر ملي یووالي، ملي انسجام او ملي اجماع ولاړ دی.» ښاغلي امین زیاته کړه چی، «ملي مرکه» د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو لپاره یو خپلواک ولسي بهیر دی، داسې يو نوښت دی چې موخه یې د یو خپلواک، سرلوړي او پرمختللي افغانستان لپاره د ټولو افغانانو ترمنځ د تفاهم او يووالي رامنځته کول دي. د امين صيب په وينا، چې د ملي مرکې ماموریت روښانه دی: د باورونو بیا رغونه، د ولسونو ترمنځ د یووالي ټینګښت، او د داسې ملي پلاټفورم رامنځته کول، چې د هر افغان غږ واورېدل شي او هر افغان د خپل هېواد په برخلیک کې فعاله ونډه ولري.
د ملي مرکې موخې او تګلوری
په لومړۍ برخه کې، ډاکټر عجبنور د ملي مرکې موخې، لرلید او اصول بیان کړل، په ترسره شويو کارونو او راتلونکو پلانونو يې رڼا واچوله او ټینګار یې وکړ چې دا بهیر په ملي او نړيواله کچه د افغانانو ترمنځ د یووالي، همغږۍ او ملي اجماع د رامنځته کولو لپاره پیل شوی دی. د ده په وينا ملي مرکه یوازې خبرې نه دي، بلکې یو داسې ولسي غورځنګ دی چې موخې یی په ملي کچه د خبرو اترو د يوه معتبر پلټفورم رامنځته کول؛ د ډيالوګ، خبرو، زغم، يو بل مننې او درناوي د فرهنګ روزل؛ د ډاډمنې سولې، ثبات او ټولنيز عدالت لپاره د لارې هوارول؛ او بالآخره د ملي ارادې د تمثيل له لارې د يوه ټولمنلي او مشروع نظام جوړول دي.
ورپسې له جنوبي اسټراليا څخه راغلي مېلمه ښاغلی سميع الله صافي لنډې خبرې وکړې او ټيڼګار يې وکړ، چې دغه بهير چې د هېوادوالو په نوښت پيل شوی، بايد د پرديو او ځانګړيو ډلو له اغېز څخه خوندي وساتل شي او په دې توګه د دې جوګه شي چې زموږ له هېواد څخه د هر ډول دښمنانو لاسونه پرې کړي.
د لومړۍ برخې په پای کې ښاغلي جاوېد مقصودي د ملي يووالي د هڅولو لپاره له احساساتو ډک شعر ولوستلو، چې د ګډونوالو له تاوده هرکلي سره مخامخ شو.
بحثونه او تحلیلونه
د ناستې په دوهمه برخه کې د ډاکټر نصیر ملکزي، اغلې محبوبه بابکرخېل او ښاغلي جاويد مقصودي په مدیریت ژور او تخصصي بحثونه ترسره شول. دا بحثونه په درېیو اصلي محورونو کې متمرکز وو:
۱. د هېواد بنسټیزې ستونزې
ګډونوالو د هېواد د اوسني وضعیت په اړه لاندې مهمې ستونزې یادې کړې:
ـ د مشروع نظام او اساسي قانون نشتوالی
ـ قومي نفاق، ټولنیزه بېباوري او د ملي یووالي کمزورتیا
ـ د بشري حقونو نقض، په ځانګړي ډول د ښځو د تعلیم او کار محدودیت
- د ښوونځي او مدرسې تر منځ ( ديني او عصري زده کړې) تقابل
ـ اقتصادي بحران، بېکاري او پراخ مهاجرتونه
ـ د مهاجرینو کړکېچ، په ځانګړي ډول په پاکستان او ايران کې د افغانانو ناوړه وضعیت
۲. حللارې او وړاندیزونه
ګډونوالو د ستونزو د حل لپاره لاندې عملي وړاندیزونه مطرح کړل:
ـ په ملي کچه د خبرو اترو د یو منظم چوکاټ جوړول
ـ د سیاسي اجماع لپاره د لارنقشې جوړول او د يوې لويې جرګې لپاره د زمينې برابرول
ـ د افغانانو ترمنځ د باور، یووالي، متقابل احترام او يوبل منلو فرهنګ پیاوړي کول
ـ د اقتصادي ستونزو د کمولو لپاره د اقتصادي بنسټونو او کاروباري فرصتونو رامنځته کول
ـ د افغانانو د يوه ګډ ملي ادرس جوړول او د يوه ګډ غږ او دريځ موندل
۳. د افغان ډیاسپورا رول
ګډونوالو ټینګار وکړ چې افغان ډياسپورا يا بهر مېشته افغانان بايد لاندې برخو ته پام وکړي:
ـ د هر ډول تعصباتو پر وړاندې مبارزه او د افغان ډياسپورا په کچه د ملي يووالي او ګډ غږ او دريځ لپاره منظمې هڅې
ـ په اسټراليا کې د افغاني ټولنو، بنسټونو او شوراګانو تر منځ د همغږۍ او همکارۍ نېټورک جوړول
ـ د ستونزو د حل لپاره د تخصصي شبکو جوړول
ـ نړیوالو مراجعو ته د افغانانو د غږ رسول او د ستونزو په حل کې د ملاتړ غوښتنه
- د ښځو د حقونو لپاره مبارزه او د نجونو د تعليم لپاره د عملي لاروچارو موندل
- د اسټراليا نورو ښارونو ته د ملي مرکې د څانګو غځول
د بحثونو په پای کې ډاکتر نصير ملکزي د بحثونو نچوړ وړاندې کړ او د قانون د واکمنۍ نشتوالی، تعصب او ملي نفاق، او د نجونو پر زده کړو بنديزونه مهمې ستونزې وبللې.
لنډیز او پایله
ګډونوالو د هېواد پر سياسي انزوا، فقر او بېکارۍ او د بشري حقونو پر نقض ( په ځانګړي ډول د ښځو پر تعلیم او کار بنديزونه) ژوره اندېښنه څرګنده کړه او ټینګار يې وکړ، چې ملي يووالی، همغږي او انسجام کولای شي د هېواد بنسټيزو ستونزو ته د پای ټکی کېږدي.
غونډې پرېکړه وکړه چې د ملي مرکې څانګې به په ملبورن او د استرالیا په نورو ښارونو کې جوړېږي، ترڅو د افغانانو هڅې لا منسجمې او اغېزناکې شي.
دا ناسته د ملي مرکې يولسمه ناسته وه او د هغو پرلهپسې غونډو په تسلسل ترسره شوه، چې تر دې وړاندې په لندن، برلین، سکرمنتو، کولن، برمینګهم، هامبورګ، تورنتو، والسال او فرانکفورت ښارونو کې ترسره شوې دي.
راځئ چې د افغانستان راتلونکی په ګډه ولیکو!