د جرمني په دورماګن ښار کې د ملي مرکې ۱۲مه ناسته ترسره شوه

May 9th 2026
...


د ۲۰۲۶ کال د می ۹مه    
د اروپا، امریکا او اسټرالیا په بېلابېلو ښارونو کې د ملي مرکې تر پرله‌پسې غونډو وروسته د ملي مرکې ۱۲مه ناسته د ۲۰۲۶ کال د مې په ۹مه نېټه د جرمني په دورماګن ښار کې ترسره شوه. په دې غونډې کې د جرمني له بېلابېلو ښارونو څخه ګڼ شمېر افغان علمي، ټولنيزو او فرهنګي شخصيتونو ګډون کړی وو. د ناستې کوربه¬توب په دورماګن کې د افغانانو کلتوري ټولنې او د غونډې چلول د آغلې مژده احمدي پرغاړه و. په پيل کې ښاغلي خالد يوسفزي د قرآن کریم د څو مبارکو آيتونو له تلاوت سره د غونډې فضا منوره کړه او ورپسې د ملي سرود له غږېدو سره غونډه رسماً پرانیستل شوه.

د غونډې مهم ټکي: 
• ملي مرکه په نږدې راتلونکې کې د بهرمېشته افغانانو د ملي جرګې لپاره تياری نيسي
• خبرې، زغم او د يوبل منل د سولې او ملي يووالي لومړی ګام وبلل شو
• له ښځو سره د بې عدالتۍ پر وړاندې چوپتيا پخپله يوه بې عدالتي وبلل شوه
• د هېواد ملي ستونزو د حل او نجونو د تعليم لپاره دې هېواد ته جرګې واستول شي

د غونډې په پيل کې ښاغلي سعیدالله صافي، د دورماګن د افغانانو د کلتوري ټولنې مشر، د افغانانو پر یووالي او د افغانستان د منفي انځور د اصلاح پر اړتیا ټینګار وکړ او د تعلیمي، فرهنګي، ادغام او بشري مرستو په برخه کې يې د ټولنې فعالیتونه یې یاد کړل.

ډاکتر عبدالجبار جبارخېل، د ملي مرکې د کولن څانګې مسئول، د ملي مرکې پر فعاليتونو رڼا واچوله او دا بهير يې  یو خپلواک، غیرسیاسي او د خلکو  پر ملاتړ ولاړ يو خوځښت وباله، چې موخه یې د نظریاتو ازاده تبادله او د هېواد د ستونزو د حل لپاره ګډ فکر دی.

ډاکتر خوشال روهي، د ملي مرکې د آسانچارو د کمېټې مشر، د ملي مرکې موخې، اصول او راتلونکي ګامونه تشریح کړل او د سولې او ملي يووالي په لاره کې يې د خبرو او زغم د فرهنګ پر اړتيا ځانګړی ټينګار وکړ. نوموړي څرګنده کړه چې ملي مرکه په نږدې راتلونکې کې د بهر مېشته افغانانو د لومړنۍ ملي جرګې لپاره چمتووالی نیسي.

درې مهم بحثي پینلونه

د غونډې تحلیلي بحثونه په درېیو ناستو کې تنظیم شوي وو، چې د آغلې دوکتور مریم ملکزاده، استاد فهیم سادات او آغلې سونیا احمدي په مدیریت ترسره شول. د بحثونو اصلي موضوعات دا وو:

-  د سولې، ثبات او ملي یووالي لارې چارې  
-  د عدالت، اساسي حقونو او د قانون د واکمنۍ تضمین  
-  د بهر مېشته افغانانو ستونزې، اړتیاوې، ظرفیتونه او د همغږۍ لارې  

د بحث په پيل کې دوکتور مریم ملکزاده د ملي ډیالوګ پر ارزښت، اصولو او اړتیا تفصیلي رڼا واچوله او د قومي او ژبني تنوع د منلو پر اهميت يې خبرې وکړې. ورپسې ګډونوالو خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل، چې مهم ټکي يې په لاندې ډول دي: 

-  ملي مرکه د ولس له منځه راټوکېدلی حرکت دی او باید د هېواد او نړۍ ګوټ ګوټ ته وغځېږي.  
-  د نجونو د تعلیم پر بندیز یوازې خواشیني بسنه نه کوي؛ ټول هېوادوال، په ځانګړي ډول نارینه، باید خپل غږ پورته کړي. د ظلم پر وړاندې چوپتیا پخپله یوه لویه بې‌عدالتي ده.  
-  د نجونو پر تعلیم د بندیزونو د لرې کولو لپاره دې افغانستان ته جرګې واستول شي.  
-  د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره ټولنیز پوهاوی او عملي کار ته جدي اړتیا ده.  
-  بې‌سوادي د هېواد د بحرانونو یو بنسټیز لامل دی او د هغې پر وړاندې مبارزه بايد ملي لومړیتوب وي.  
-  هر بدلون باید یوازې په سوله‌ییز ډول رامنځته شي؛ جګړه د افغانستان ستونزې نه حلوي.  
-  عدالت باید له فرد او کورنۍ څخه پیل شي؛ د ټولنې اصلاح د فرد له اصلاح سره تړلې ده.  
-  د اساسي قانون نشتوالی او د بشري حقونو نقض د ژورې اندېښنې وړ وبلل شول.  
-  له عدالت پرته سوله، ثبات او ملي یووالی ناشونی دی او د قانون له  واکمنۍ پرته عدالت عملي نه دی.  
-  د یو بل منل د سولې او ملي یووالي لومړنی ګام دی؛ ټولنیز زغم د ملي تفاهم بنسټ دی او د پياوړتيا لپاره بايد کار وشي.   
-  بهرنۍ لاسوهنې د افغانانو تر منځ د نفاق سبب ګرځېدلې، خو د افغانانو مسوولیت دی چې نفاق ته په اتفاق ځواب ووايي.  
-  د تاریخ له بریالیو تجربو څخه باید الهام واخیستل شي؛
  هغه نظامونه چې د ولس له منځه راپورته شوي، د تاريخ پياوړې او بريالۍ بېلګې يې جوړې کړې دي. 
  هغه  نظامونه چې په جنګ راغلي، په جنګ تللي هم دي. 
-  ملي مرکه باید د خبرو لپاره د ټولو افغانانو لپاره فضا برابره کړي، حتی له هغو ډلو سره چې یوازې په زور باور لري.  
-  د قانون جوړولو ترڅنګ د قانون د پلي کېدو عملي میکانیزمونه باید جدي وڅېړل شي.  
-  بهر مېشته افغانان د ژبې، کلتور او هویت په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او جدي توجه ته اړتيا لري. 
- د بهر مېشته افغانانو له علمي، تخصصي او اقتصادي ظرفیتونو څخه باید د هېواد په ګټه کارواخيستل شي.  
-  د بهرمېشته افغانانو د ټولنو او بنسټونو تر منځ بايد نږدې همغږي او همکاري رامنځته شي.  

د غونډې پای

ګډونوالو د ملي مرکې له هڅو ملاتړ څرګند کړ، په دې بهیر کې یې د دوامداره ګډون ژمنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې ملي مرکه باید لا پسې پراخه شي او د ټولو افغانانو ګډ غږ په یوه ملي ځواک بدل کړي.