د ملي مرکې د لندن غونډه په بریالیتوب ترسره شوه

وېکټوریا هال، لندن | ۱۴ جولای ۲۰۲۶
د ملي مرکې ( Afghan National Dialogue) ۱۴مه ناسته د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۱۴مه نېټه د لندن په وېکټوریا هال کې په بریالیتوب ترسره شوه. په دې غونډه کې شاوخوا سل تنو افغانانو، چې د ټولنې له بېلابېلو علمي، مسلکي، ټولنیزو او فرهنګي قشرونو څخه وو، ګډون کړی و.
دا غونډه د هغو نړیوالو ناستو لړۍ یوه برخه وه چې موخه یې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د مېشتو افغانانو د نظرونو، وړاندیزونو او لیدلورو راټولول دي، څو د افغانستان د راتلونکي لپاره یو ګډ ملي فکر او عملي تګلاره رامنځته شي.
غونډه د ماښام په ۶:۳۰ بجو د ښاغلي عبدالکبیر نیازي له خوا د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې د افغانستان ملي سرود وغږول شو. د غونډې چارې د ډاکټر سميع جوره او ښاغلي فرید رحیمي له خوا پر مخ یووړل شوې.
ډاکټر جوره ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او څرګنده یې کړه چې د ملي مرکې موخه یوازې ویناوې نه، بلکې متقابل بحث، د یو بل نظر ته غوږ نیول او د افغانستان د اوسني وضعیت او راتلونکي په اړه د ګډو حللارو موندل دي.
د ملي مرکې موخې او راتلونکی بهیر
وروسته ښاغلي محمود حنیف الکوزي د ملي ډیالوګ د بهیر لنډه پېژندنه وړاندې کړه. هغه وویل چې تر اوسه پورې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ۱۴ غونډې ترسره شوې دي، چې له هغو څخه څلور غونډې په انګلستان کې او پاتې نورې په نورو هېوادونو کې جوړې شوې دي.
هغه زیاته کړه چې د دې غونډو موخه د ټولو افغانانو د نظرونو راټولول او د راتلونکې ملي جرګې لپاره د خلکو د غوښتنو او وړاندیزونو چمتو کول دي. نوموړي همدارنګه اعلان وکړ چې د لندن د غونډې ګډونوال به خپل استازي وټاکي څو په راتلونکې ملي جرګه کې د لندن د افغانانو استازیتوب وکړي.
وروسته ډاکټر شریف ظریف د ملي مرکې د تګلارې، موخو او راتلونکو پلانونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
هغه ټینګار وکړ چې د ملي مرکې بنسټونه روڼوالی، رښتینولي، امانتداري او متقابل درناوی دي. د هغه په وینا، د ګډونوالو ټول نظرونه په بشپړ امانت ثبتېږي، ساتل کېږي او د راتلونکو راپورونو او ملي طرحو برخه ګرځي.
ډاکټر ظریف وویل چې د ملي مرکې موخه دا نه ده چې ټول ګډونوال دې هرومرو په یوه نظر سره موافق وي، بلکې مهمه دا ده چې د یو بل نظر ته غوږ ونیسو، د اختلافونو زغم ولرو او د افغانستان د ګډ راتلونکي لپاره رغنده بحث وکړو.
د پینل بحث
وروسته د غونډې د اجنډا له مخې ځانګړی پینل جوړ شو چې پکې لاندې کسانو ګډون درلود:
ډاکتر صلاح الدین سعیدي
* آغلې راحله صدیقي
* آغلې فهیمه ذهین
* ښاغلی ظاهر محسني
* ډاکټر خسرو سنګروال
* اغلی زرینه
* اغلی ارزو رسولي
پینل د افغانستان د اوسنیو مهمو ملي موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحث وکړ.
د بحث مهم موضوعات دا وو:
* د افغان ښځو اوسنی وضعیت او اساسي حقونه.
* د نجونو او ځوانانو د زده کړو حق.
* د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د افغان کډوالو ستونزې او ننګونې.
* د افغانستان پر هوايي حریم وروستي تېري، د ډیورنډ کرښې اړوند اندېښنې، او د پاکستان له لوري راپور شوي پوځي بریدونه.
* د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې لارې چارې.
د پینل غړو ټینګار وکړ چې د افغانستان راتلونکی یوازې د ستونزو په شمېرلو نه، بلکې د عملي، دوامدارو او ملي حللارو په موندلو کې نغښتی دی.
د ګډونوالو پراخ بحث
له پینل وروسته، ډېری ګډونوالو په ازادو بحثونو کې فعاله ونډه واخیسته.
بحثونه یوازې تر یادو موضوعاتو محدود نه وو، بلکې د افغانستان او افغانانو د ژوند له بېلابېلو اړخونو سره تړلې ګڼې مهمې ملي او ټولنیزې مسئلې پکې وڅېړل شوې.
د بحث مهم ټکي دا وو:
* د ښځو حقونه او په ټولنه کې د هغوی ونډه.
* زده کړې او علمي پرمختګ.
* د افغان کډوالو وضعیت او د هغوی راتلونکې.
* د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د افغان ډیاسپورا رول.
* رواني روغتیا او د جګړو ټولنیزې اغېزې.
* ملي یووالی او د ټولو قومونو، ژبو او فکري جریانونو ګډون.
* په افغانستان کې تاوتریخوالی، د ملکي وګړو مرګ ژوبله او بشري وضعیت.
* د افغانستان د ملي حاکمیت، سرحدونو او هوايي حریم ساتنه.
* اقتصادي پرمختګ، بېوزلي او د کار فرصتونه.
* د ځوانانو رول او مشرتابه.
* ښه حکومتولي، حساب ورکونه او د قانون حاکمیت.
* روغتیا، عامه خدمتونه او ټولنیز پرمختګ.
* د افغانستان نړیوالې اړیکې او له نړیوالې ټولنې سره تعامل.
د ناستې درې مهم او ګډ پیغامونه
۱. ګډونوالو ټینګار وکړ چې د ملي مشارکت دروازې باید د هر ډول تبعیض پرته، په سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او کلتوري برخو کې د هېواد پر ټولو وګړو پرانیستې وي.
۲. ګډونوالو په دې ټینګار سره چې د ښځو او نجونو زدهکړه او په ټولنیزو او اقتصادي چارو کې فعاله ونډه د افغانستان د دوامدار پرمختګ لپاره حیاتي ده، د ښځو پر بنسټیزو حقونو د ټولو محدودیتونو د عاجل لرې کولو غوښتنه وکړه.
۳. ګډونوالو د پاکستان پرلهپسې تېریونه پر د افغانستان ملي حریم او د بېګناه خلکو وژنه په کلکو ټکو وغندله او د هر ډول بهرني تجاوز پر وړاندې د افغانانو پر یووالي، پخلاينې، او ګډ دریځ ټینګار وکړ.
د غونډې یوه مهمه ځانګړنه دا وه چې ګډونوالو یوازې ستونزې ونه شمېرلې، بلکې د هرې موضوع لپاره ګڼ عملي او رغنده وړاندیزونه هم وړاندې شول.
په دغو وړاندیزونو کې د ملي پخلاینې پیاوړتیا، د ټولو افغانانو ګډون، د زده کړو پراختیا، د بشري پانګې روزنه، د افغان کډوالو ملاتړ، د ډیاسپورا د علمي او مسلکي ظرفیتونو کارول، د افغانستان د ملي ګټو لپاره اغېزناکه نړیواله مدافعه، او د هېواد د بیا رغونې لپاره عملي تګلارې شاملې وې.
د ملي مرکې د اصولو له مخې، د ګډونوالو ټول نظرونه او وړاندیزونه ثبت شول او ټاکل شوې چې د راتلونکې ملي جرګې د بحثونو او پرېکړو برخه وګرځي.
د لندن د استازو ټاکنه
د غونډې په وروستۍ برخه کې ګډونوالو شپږ کسیز پلاوی وټاکه چې د لندن د افغانانو د استازو په توګه به په راتلونکې ملي جرګه کې ګډون وکړي او د لندن د غونډې نظریات او وړاندیزونه به وړاندې کړي.
د غونډې پای
په لندن کې د ملي مرکې غونډې یو ځل بیا وښوده چې افغانان، سره له دې چې بېلابېل سیاسي او فکري نظرونه لري، د افغانستان د سولې، ملي یووالي، عدالت، پرمختګ او هوساینې لپاره د خبرو، تفاهم او ګډ کار ژوره اراده لري.
تمه ده چې د نړۍ له نورو هېوادونو څخه د ملي مرکې د غونډو پایلې هم راتلونکې ملي جرګې ته وړاندې شی، او د ټولو افغانانو ګډ غږ، غوښتنې او وړاندیزونه د افغانستان د راتلونکي لپاره په یوې جامع ملي تګلارې کې راټول شي.