په واشنګټن- ويرجينيا کې د ملي مرکې د ناستې مطبوعاتی راپور

د ۲۰۲۶ د اګست ۲۹مه
د ملي مرکې شپاړسمه ناسته د ۲۰۲۶ کال د اګست په ۲۹مه نېټه د واشنګټن – ویرجینیا په ښار کې د لسګونو ملي، سیاسي، ټولنیزو، علمي او فرهنګي شخصیتونو په ګډون ترسره شوه. دا ناسته د هغې لړۍ دوام دی چې له تېر کال راهیسې پيل شوې او تر اوسه يې د اروپا، شمالي امریکا او استرالیا په بېلابېلو ښارونو کې ګڼې ناستې ترسره کړې دي. ملي مرکه یو خپلواک، ولسي او ټولګډونی بهیر دی چې موخه یې د افغانانو ترمنځ د رغنده خبرو فضا رامنځته کول، د خلکو د رښتيني غږ اورېدل او د هېواد د روښانه راتلونکي لپاره د عملي لارو چارو لټول دي.
د ناستې چاپېريال او د ګډونوالو ترکیب
په دې ناسته کې د افغاني ټولنې د بېلابېلو قومونو، نسلونو او قشرونو استازو ګډون کړی وو. ګډونوالو له بېلابېلو لیدلورو سره سره د یوه ګډ هدف لپاره په بحثونو کې فعاله ونډه واخیسته او هغه د افغانستان د ستونزو بنيادي حل و. د مدني فعالانو، متخصصینو، څېړونکو، ښځو او ځوانانو حضور په دې ناسته کې د افغاني ټولنې تنوع او ژورتيا تمثيلوله.
د بحثونو اصلي محورونه او مطرح شوي لیدلوري
۱) د افغانستان اوسنی وضعیت: سیاسي بنبست او «منفي سوله»
ګډونوالو په اندېښنې سره ټینګار وکړ چې افغانستان دا مهال په يوه سیاسي بنبست کې ايسار پاتې دی؛ داسې حالت چې جګړه درېدلې، خو ریښتینې سوله، ازادي، هوسا ژوند او هیله هم نه لیدل کېږي.
د دوی په باور، په هېواد کې «منفي سوله» حاکمه ده—یعنې جګړه نشته، خو عدالت، قانون، مشارکت او بنسټیزې ازادۍ هم نشته.
۲) جګړه د حل لاره نه ده؛ خو انحصار او د ولس د اساسي حقونو نقض هم د منلو وړ نه دی
ګډونوالو په وار وار ټینګار وکړ چې جګړه هېڅکله د افغانستان ستونزې نه شي حل کولی.
خو دوی په دې هم ټینګار وکړ چې د قدرت دوامدار انحصار، د قانون او مشروع نظام نشتوالی او د اتباعو د اساسي حقونو نقض هم د منلو وړ نه دی او دا وضعیت به پخپله نوي بحرانونه وزېږوي.
۳) خبرو اترو، اصلاحاتو او د سولهييزو حل لارو ته ژمنتیا
ګډونوالو څرګنده کړه چې د بحران د حل یوازینۍ لار ملي خبرې اترې، بنسټیز اصلاحات او ټولګډوني مذاکرات دي.
افغانستان د خبرو يو داسې ملي، شفاف او ولسي بهیر ته اړتیا لري چې ټولې ډلې، قومونه، ښځې، ځوانان او مخور پکې ونډه ولري.
۴) د ملي مرکې د دوام او لا زیات انسجام اړتیا
ګډونوالو د ملي مرکې د پخوانیو ناستو له هرکلي سره ټینګار وکړ چې دا مرکه باید د یوه ملي او دوامدار بهیر په توګه پر مخ ولاړه شي.
د دې بهیر د پیاوړتیا لپاره، د همغږۍ شبکو جوړول، په بېلابېلو هېوادونو کې فعالې څانګې، او د افغان ډیاسپورا ترمنځ پراخ انسجام اړین وبلل شو.
۵) د افغان ډیاسپورا رول: لابيګري، ملي ملاتړ او تاریخي مسئولیت
د افغان ډیاسپورا رول د ناستې بل مهم بحث و. ګډونوالو ټینګار وکړ چې بهر مېشته افغانان باید:
- په کوربه هېوادونو کې د افغانستان د ملي ګټو لپاره لابي وکړي؛
- د افغانستان د خلکو غږ تر سیاسي، رسنیزو او د بشري حقونو تر بنسټونو ورسوي؛
- خپل علمي، اقتصادي او ټولنیز ظرفیتونه د هېواد د روښانه راتلونکي لپاره بسیج کړي.
۶) د اصلاح او بدلون لپاره د ولسي فشارونو زیاتول
ګډونوالو باور درلود چې ولسي فشارونه، عامه پوهاوی او ملي انسجام کولای شي په افغانستان کې د مثبتو اصلاحاتو زمینه برابره کړي.
د دوی په وینا، د افغانستان خلک باید د حقونو د نقض، تبعیض، انحصار او بېعدالتۍ په وړاندې چپ پاتې نه شي او له مدني او سولهییزو لارو د بدلون لپاره هڅې وکړي.
لنډه پایله
د واشنګټن ناستې یو ځل بیا وښوده چې ملي مرکه یو ژوندی، رغنده، او د روښانه راتلونکې په لور يو خوځنده بهیر دی. ګډونوالو د لیدلورو له توپیرونو سره سره پر درې مهمو اصولو ټینګار وکړ:
- پراخ او بېتبعیضه ګډون؛
- د ښځو او نارینهوو د اساسي حقونو تأمین؛
- ملي يووالی او د داخلي او خارجي بحرانونو پر وړاندې انسجام.
دا ناسته ثابتوي چې ملي مرکه کولای شي د یوه خپلواک او ولسي بهیر په توګه د افغانستان د راتلونکي لپاره د یوې ملي ستراتیژۍ د جوړېدو زمینه برابره کړي— داسې ستراتېژي چې پر خبرو اترو، عدالت، قانونمندۍ، ازادۍ او د خلکو پر واقعي مشارکت ولاړه وي.