په ملبورن کې د ملي مرکې د دويمې ناستې مطبوعاتي راپور

ملبورن ښار، ویکتوریا ایالت، آسټرالیا
په ملبورن کې د ملي مرکې دويمه ناسته د یکشنبې په ورځ، د ۲۰۲۶ کال د سپتمبر په ۶مه نېټه چې د ۱۴۰۵ هجري لمريز کال د سنبلې له ۱۵مې سره برابره ده، د هلم ریکریشن ریزرف هال په تالار کې د هېواد د علمي، ټولنیزو، فرهنګي شخصیتونو او مدني فعالانو په پراخ ګډون سره ترسره شوه. دا ناسته د ملي مرکې د لومړۍ غونډې په دوام، د ملي یووالي د پیاوړتیا، د افغانستان د اوسنیو ستونزو د ارزونې او د خلکو د وضعیت د ښهوالي لپاره د عملي لارو چارو د لټون په موخه جوړه شوې وه.
د ناستې پرانیسته
په پيل کې آغلې ډاکتر وجیهه عظیمي د ناستې د چلوونکې په توګه د ګډونوالو هرکلی وکړ، ښاغلي ډاکتر خسرو یوسفزی د قرآن عظیمالشان مبارک آیاتونه تلاوت کړل او ورپسې د افغانستان د ملي سرود له غږولو سره ناسته رسماً پيل شوه.
ویناوال او د بحثونو منځپانګه
په لومړۍ برخه کې، د هېواد پېژندل شوي رسنیز شخصيت ښاغلي جمعهخان پویا د يو شمېر مهمو موضوعاتو په اړه علمي او ژور بحث وکړ؛ لکه په سياسي قدرت کې د مشارکت اصل، د نجونو د زدهکړې حق، د بېکارۍ ستونزه او د عامه پوهاوي لوړول.
وروسته، علمي شخصيت ښاغلي ډاکتر اقبال امان د افغانستان د اوسني وضعیت دقیق تحلیل وړاندې کړ، ټولنیز دردونه یې تشریح کړل او شته ستونزو د حل لپاره یې عملي وړاندیزونه مطرح کړل.
د بحثونو برخه – د ناستې اصلي محور
د بحثونو په تعاملي برخه کې، څلور بنسټیزې پوښتنې له ګډونوالو سره شریکې شوې او ګډونوالو د ګروپي بحثونو په ترڅ کې د مطرح شويو پوښتنو په اړه تفصيلي نظريات وړاندې کړل او حل لارې يې په ګوته کړې. ګډونوالو پر لاندې ټکو ځانګړی ټينګار درلود:
- د ملي پيوستون پیاوړتیا او د هېواد په سیاسي جوړښت او ټولنیزو چارو کې د ټولو قومونو او قشرونو پراخ ګډون؛
- د نجونو پر مخ د زدهکړې د دروازو سمدستي پرانیستل، او د آنلاین زدهکړو او نورو بدیلو لارو چارو لپاره مالي ملاتړ او د زمینې برابرول؛
- د بېکارۍ د ستونزې جدي څېړنه، په نړيواله کچه د موضوع مطرح کول او د نړيوالې ټولنې د مرستې او ملاتړ جلبول؛
- روان اقتصادي بحران ته عاجله پاملرنه، د بشري مرستو هڅونه، په ځانګړې توګه د لومړنیو اړتیاوو او خوراکي توکو په برخه کې د ښځو اقتصادي ملاتړ؛
- د هر ډول قومي، مذهبي او ژبني تبعیض پر وړاندې مبارزه؛ د خبرو اترو او یو بل منلو فرهنګ پیاوړتیا؛ او د ملي يووالي او همغږۍ لپاره عامه پوهاوی.
د ګروپي بحثونو په پای کې ښاغلي نصیر ستانکزی، آغلې دیانا بارکزۍ، ښاغلي غلامالله افغانیار او ښاغلي جمیل یوسفزي، د خپلو ګروپونو د نظریاتو لنډيز او مهم ټکي وړاندې کړل.
د اهدافو او تشکیلاتي جوړښت تشریح
تر ګروپي بحثونو وروسته، ښاغلي ډاکتر عجبنور صمیم د نويو ګډونوالو لپاره د ملي مرکې اهداف، اصول، تشکیلاتي جوړښت، د دندو لایحې او د ملبورن څانګې د رئیس او اجرائیوي کمېټې د غړو د ټاکنو پروسه په تفصیل سره تشريح کړه.
په ملبورن کې د ملي مرکې د څانګې د موقت رئیس ټاکنه
د ناستې په وروستۍ برخه کې، د ګډونوالو په وړاندیز او د اکثریت په تایید، ښاغلی جاوید مقصودي – ژورنالیست، شاعر او لیکوال – د درې میاشتو لپاره د ملبورن څانګې د مؤقت رئیس په توګه وټاکل شو. نوموړي د ګډونوالو له باور څخه مننه وکړه او تر څنګ يې د ملي يووالي په اړه خپل شعر هم وړاندې کړ.
د ملبورن څانګې د نورو مسئولینو، لکه مرستیالان، منشي او د اجرائیوي کمېټو د مشرانو په اړه پرېکړه وشوه، چې ډېر ژر به د آزادو ټاکنو له لارې وټاکل شي. همدارنګه د «مشورتي کمېټې» د جوړولو وړاندیز هم د ګډونوالو له تاوده هرکلي سره مخ شو.
د ناستې پای
ناسته د صميميت، درناوي او د بیان د آزادۍ په فضا کې، د مازیګر په ۵:۳۰ بجو له دعا او لنډې مازديګرنۍ سره پای ته ورسېده.
په نړيواله کچه د ملي مرکې پراختیا
یادونه باید وشي چې د ملي مرکې څانګې اوس د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې فعالې دي او د دې ناستو لړۍ د نړۍ نورو هېوادونو او ښارونو ته هم په غځېدو ده.
راپور: د ملي مرکې د ملبورن څانګه