ولې ملي محور

...

دا پنځمه لسيزه ده، چې افغانستان له پرله پسې بحرانونو، جګړو او ډول ډول يرغلونو سره لاس و ګرېوان دی او په يوه داسې بې پايه غميزه کې ښکېل شوی، چې ډېر ګڼ او ژور اړخونه لري. سره له دې چې افغانانو د پرديو يرغلونو پر وړاندې بې سارې قربانۍ ورکړې او بيا بيا يې يرغلګر مات کړل، خو د سياست په ډګر کې پاتې راغلل او پدې بريالي نه شول چې لاسته راغلې خپلواکي وساتي، سوله او ثبات ټينګ کړي او د يوه عادل او مسئول نظام له لارې د هېواد د پرمختګ او د ولس د سوکالۍ لپاره کار وکړي. په تېره نيمه پېړۍ کې ډول ډول نظامونه او ايډيالوژۍ وازمويل شوې او په بيا بيا د زور، انحصار، افراط او تفريط پاليسۍ پلې شوې، خو دا تګلارې ټولې ناکامې شوې او هېواد مو لا هم د جنګ، جهل، فساد، نفاق او بلواکۍ په شيطاني لومه کې ښکېل دی. 

زموږ په اند د يوه ملت د نجات، خپلواکۍ او سوکالۍ لپاره يوازې د جګړې په ډګر کې قربانۍ کافي ندي، بلکې د ولس ويښتيا، پوهې، انسجام، پياوړو ملي بنسټونو او يوه ژمن او مدبر زعامت ته اړتيا ده. له بده مرغه تېره نيمه پېړۍ پدې برخه کې نه يوازې بنيادي کار ونشو، بلکې د هېواد ملي او معنوي ارزښتونه وننګول شول، ولس په بېلابېلو کرښو ووېشل شو، نفاق، کرکې او دښمنيو ته لمن ووهل شوه او پدې توګه زورواکان، قومي ټېکه داران، مافيا او د پرديو غلامان پر ولس واکمن شول. 

د جمهوريت تر نسکورېدو وروسته که څه هم درنه جګړه او د افغانانو پراخه مرګ ژوبله درېدلې ده، خو لوږه او بشري ناورین، ناامني، تاوتريخوالی، د واک مطلق انحصار، افراطيت او تياره فکر، د بشري حقونو او مدني آزاديو تر پښو لاندې کول او په ځانګړې توګه د ښځو له کار او زده کړو سره دښمني، ډله ييز مهاجرتونه او نړيواله انزوا هغه لويې ننګونې دي، چې پر ولس يې د ژوند فضا ډېره تنګه کړې او د هېواد ملي ګټې يې له ګواښ سره مخامخ کړې دي. 

له بلې خوا يو شمېر پخواني زورواکي، جنګسالاران، فاسد چارواکي او مافيا بيا د وينو تجارت ته ملا تړلې ده، د جنګ لپاره لابي کوي، پردي هېوادونه لاسوهنو ته هڅوي او د خپلو شخصي ګټو لپاره غواړي هېواد د يوې بلې کورنۍ جګړې کندې ته وغورځوي. د دوی تر څنګ يو شمېر په اصطلاح روڼ اندې ډلې هم په ناپوهۍ او يا په لوی لاس د هېوادوالو تر منځ ملي نفاق، کرکې او دښمنۍ ته لمن وهي او د کورنۍ جګړې فکري زمينه جوړوي. 

له پورتنيو ننګونو او ګواښونو سره د مبارزې په موخه او په افغانستان کې د خپلواکۍ، ډاډمنې سولې، ثبات، ولسواکۍ او سوکالۍ لپاره د دې اړتيا وه او ده، چې ټول هغه دردمن افغانان چې د خپل خدای، وطن او خلکو پر وړاندې مسئوليت احساسوي او پر عدالت، آزادۍ او ملي يووالي باور لري، لاسونه سره ورکړي او يو داسې ملي غورځنګ او محور رامنځته کړي، چې هم د ولس ملاتړ ولري او هم د افغانستان له ملي ګټو څخه د دفاع درک او وړتيا ولري. 

همدغې اړتيا ته په کتو سره يو شمېر ژمنو، هوډمنو او دردمنو افغانانو کلونه وړاندې ملا وتړله، چې د ملي ارزښتونو او ارمانونو پر محور يو رښتينی ملي او ولسي غورځنګ رامنځته کړي. دغه غورځنګ چې د ۱۳۹۵ کال د وږي پر ۱۱مه نېټه يې د ملي محور په نامه رسماً خپل موجوديت اعلان کړ، ډېر ژر د هېواد بېلابېلو ولايتونو او يو شمېر بهرنيو هېوادو ته وغځېد. پر داسې مهال چې زيات شمېر سياسي حرکتونه د قدرت يا ثروت پر محور چورلېدل او زياتره په امتيازي، عکس العملي او روزمره ګي مبارزو بوخت وو، ملي محور پر يوې بنيادي، ستراتيژيکې او اوږدمهاله مبارزې پانګونه کوله؛ پاکو، وطنپالو او ژمنو شخصيتونو ته يې غېږه خلاصه وه او د پياوړو کدرونو او رهبرانو په روزنه يې کار کولو. ملي محور که څه هم ورو روان و، خو له پخو ګامونو سره مخ پر وړاندې روان و. د جمهوريت له نسکورېدو سره چې زياتره سياسي خوځښتونه فلج او يا بيخي ورک شول، ملي محور نه يوازې د مبارزې ډګر خوشې نه کړ، بلکې ګامونه يې لا کلک او ګړندي شول. 

موږ خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکوو، چې ملي محور اوس د دې ظرفيت لري، چې د الله ج په مرسته، د خپل مېړني ولس په ملاتړ او د خپلو ژمنو غړو په اخلاص او ايثار په هېواد کې د ناورينونو ناپايه لړۍ ته د پای ټکی کېږدي او د ډاډمنې خپلواکۍ، سولې او سوکالۍ لپاره د ولس تاريخي ارمانونه پوره کړي. موږ پر خپلو هېوادوالو غږ کوو، چې نور د ناهيلۍ، شکايت، ګېلو او نيوکو پر ځای د عمل ډګر ته راووځي، ملي محور ته اوږه ورکړي او د يووالي، انسجام او سوله ييزې مبارزې له لارې خپل انساني، اسلامي او ملي مسئوليت ترسره کړي. 

موږ باور لرو، چې يوازې په رښتيني معنا يو پراخ ملي – سياسي غورځنګ له يوې دقيقې، جامع او عملي تګلارې سره کولای شي له شته فرصتونو ګټه واخلي او هېواد مو له روانې غميزې څخه وژغوري.

و ما توفيقي الا بالله علیه توکلت و اليه انيب